کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٨) : حکومت وايي چې د ميدان وردګو د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس د هوايي ځواکونو په ملاتړ په دغه ولايت کې د شاهين ١٧ په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت مقام له خوا د لړم په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو کومانډو ځواکونه، ضربتي قطعه، ملي پوليس او د ملي امنيت ځواکونو برخه اخيستې ده.
سرچينې زياته کړې چې دغو ځوکونو د ولايت په کچه ځمکني او هوايي عملیات پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات له سيداباد ولسوالۍ څخه پيل او په ګڼ شمېر کلیو کې يې د وسله والو مخالفینو له پټنځایونو سربېره زيات شمېر وسله وال مخالفین، مهمات او وسلې له منځه وړي دي.
د ولايت مقام ويلي، دا چاڼيز عمليات چې له سیداباد ولسوالۍ څخه پیل شوي اوس مهال چک ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
د سرچينې په وينا، د علمياتو موخه سيمې له وسله والو مخالفینو څخه تصفیه کول، لارې خلاصول او امنيت ټينګښت دی، ترڅو خلک په امن فضا کې خپل ژوند وکړي.
دا عمليات په داسې حال کې پيل شوي چې په دې وروستيو کې له دې ولايت څخه د امنيتي پېښو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.