کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۸): د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ځينو هېوادونو د لاسوهنې له امله پر اندېښنې څرګندولو سربېره، په ټاکنو کې د سیستماتیکو درغلیو د عاملینو د محاکمې غوښته وکړه.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود د څو نورو ټاکنیزو ټیمونو په حضور کې نن په کابل کې په خبري ناسته کې وویل چې یوشمېر هېوادونه د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه کوي.
هغه زیاته کړه: «ځينو هېوادونو له لومړیو څخه د ټاکنو د روڼوالي او درغلیو پرضد خپل غږونه پورته کړل؛ خو داسې هېوادونه شته چې چوپ پاتې شوي او ځينې یې غواړي چې د ۲۰۱۴ کال سناریو بیا تکرار کړي.»
نوموړي وویل، اوسنی نسل پوهېږي او په هېڅ صورت د ولسمشریزو ټاکنو د پنځو کلونو مخکې سناریو د تکرار اجازه نه ورکوي.
مسعود د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د دریځ د په نه روښانه کېدو سربېره وویل: «د یوناما د دریځ نه روښانتيا د افغانستان خلک بې باوره کوي او باید په ولسمشریزو ټاکنو کې د پېښو په اړه روښانه دریځ ولري.»
د ولسمشرۍ ټاکنو یو بل نوماند شهاب حکیمي د (ډیجیټالي نتایجو د څېړلو مرکز) د قلف ماتولو له امله نیوکه وکړه او ويې ویل، ویل کېږي چې د بایومټریک ماشینونو میموري کارتونه بدل شوي چې باید جدي څېړنه يې وشي.
هغه روښانه کړه: «د ټاکنو کمېسیون له خوا د ټاکنو پایلو تقلبي اعلان زموږ لپاره د منلو وړ نه دی او درغلي کوونکي باید عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي شي.»
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، په کابل کې د دغه کمېسیون په انګړ کې، داسې ودانۍ شته چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د رایو د ډیجیټالي جمع بندۍ پر مرکز سربېره د روزنې ریاست او کمېسیون اداري برخې په کې فعالیت کوي.
تېره چهاشنبه د تلې په ۲۹مه د ثبات او همپالنې ډلې په کابل کې په خبري ناسته کې ادعا وکړه چې د ولسمشرۍ نوماندانو د څارونکو له تګ وروسته د پولیسو د ځانګړې قطعې او د کمېسیون د دارالانشاء د کارکوونکو له خوا د دغه کمېسیون د ډیجیټالي جمع بندۍ د مرکز قلف شوی دی. دغه ټاکنیزې ډلې د یادې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه.
login or register a new account.