ژبه

امريکا : د داعش مشر البغدادي له درېيو زامنو سره و وژل شو

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٨) : د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د داعش ډلې بنسټ ايېښودونکى البغدادي د امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال په يوه تونل کې ځانته چاودنه ورکړې او وژل شوى دى.

پرون سهار ټرمپ په ټويټر کې ليکلي چې ډېر ژر  به  خلک له يوې مهمې پېښې خبر کړي، هماغه مهال ځينو امريکايي رسنيو د بغدادي د ممکنه وژل کېدو په اړه راپورونه ورکړل.

خو وروسته ماښام مهال ټرمپ په يوه خبري کنفرانس کې په رسمي توګه دداعش ډلې د  مشر البغدادي د وژل کېدو خبر ورکړ.

هغه زياته کړه چې دغه عمليات د سوريې د ادلب ښار په يوه غرييزه سيمه کې ترسره شوي خو په ترڅ کې يې هېڅ امريکايي سرتېري ته زيان نه دى اوښتى.

سپينې ماڼۍ دا عکسونه خپاره کړي، چې دامريکا ولسمشر ټرمپ ، مرستيال ولسمشر پينس، له يو شمېر نورو پوځي چارواکو سره په ګډه په ژوندۍ بڼه ددې عملياتو ننداره کوله.

امريکايي سرچينو ويلي چې د عملياتو پر مهال البغدادي په يوه تونل کې پټ شوى و ، خو کله چې امريکايي ځواکونو ورته نږدې شوى، نو ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې ، چې له امله يې پخپله بغدادي له درېيو زامنو سره وژل شوى دى.

د امريکا ولسمشر ټرمپ ويلي چې د عملياتو له ساحې څخه مهم معلومات او نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

داعش ډلې ترا وسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دالبغدادي اصلي نوم ابراهيم اوواد ابراهيم البدري و هغه په ١٩٧١ زېږديز کال کې په عراق کې زېږېدلى و، نوموړي په ٢٠١٣ زېږديز کال په سوريه او عراق کې د اسلامي خلاف اعلان سره د داعش ډلې د بنسټ ډبره اېښې وه.

وروسته دغه ډله دامريکا، ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې لخوا ترهګره اعلان شوه او پر ضد يې عمليات پيل شو.

په دې وروستيو کلونو کې دغې ډلې په افغانستان کې هم فعاليتونو پيلولو سره په کابل ، ننګرهار او ګڼ شمېر ولايتونو کې يې خونړي بريدونه ترسره کړل.

په افغانستان کې هم ددې ډلې ګڼ شمېر رهبران تر اوسه وژل شوي دي.

login or register a new account.