ژبه

دافغانستان حکومت د سولې لپاره نوې طرحه جوړه کړې ده

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٨) : د افغانستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې او پخلاينې په موخه د سولې يوه اووه ماده ييزه نوې طرحه جوړه کړې ده.

 د ولسمشر وياند صديق صديقي د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې طرحه کې سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو نږدې او عملي لاره شته.

هغه زياته کړه، دا د سولې لپاره ټول شموله طرحه ده او په کې ښه وړانديزونه شوي دي.

په دې اووه ماده ييزه طرحه کې له امريکا غوښتل شوي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ايستلو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره برابره کړي.

سرچينې زياته کړې، له طالبانو سره اوربند له پاکستان سره د خبرو پړاونه او په دغه هېواد کې د ترهګرو د پټنځايونو بندول ددې طرحې مادې دي.

د ولسمشر وياند وايي، دا يو وړانديز دی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګېدو لپاره تر ټولو لنډه لار تضمينوي، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې، اوربند او د اوربند شرط په کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، ددې طرحې يو هدف د سولې په  برخه کې د ملي اجماع بيا رامنځته کول، د سيمې له هېوادونو سره د اقتصادي پروګرامونو له لارې د همکاريو  پر سر خبرې او په نړيواله کچه د افغان حکومت د سولې له پروګرامونو ملاتړ ترلاسه کول دي.

د يادونې ده چې تېرکال د جينوا کنفرانس او تر هغه مخکې د کابل پروسې کانفرانس پر مهال هم ولسمشر د سولې طرحې وړاندې کړې وې.

login or register a new account.