ژبه

د بایومټریک تر ۴۰۰ ډېرې الې ورکې او خرابې شوې دي

کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر په جریان کې څه باندې ۴۰۰ بایومټریک ماشینونو له ورکېدو او تخریب خبر ورکوي او وايي چې د قضیې ډول ته په کتو به په دې اړه پرې‎کړه وشي.

د یاد کمېسیون مسوولین وايي چې د بایومټریک دستګاوې او د هغه اړوند توکي د رایې ورکونې پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو او د پولیسو او زورواکو له خوا د ضبط له امله ورکې شوې دي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریاست یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو په عملیاتو کې ۱۹۹ بایومټریک ماشینونه ورک شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له تخریب څخه موخه دا ده چې یادې ۲۰۰ دستګاوې په ټولیزه توګه له منځه تللې او د ترمیم او استفادې وړ نه دي."

دغه راز هغه وویل، د ټاکنیزو عملیاتو پر مهال ۱۷۲ پرېنټر او ۴۹۵ چیپونه د بایومټریک ماشینونو د حافظې کارتونه ورک او ضایع شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۱۹۸۳ پاور بانکونه، ۲۲۵۲ چارجر، ۸۷۲ ډېټاکېبل او د بایومټریک ماشینونو ۲۳۶ سیمکارتونه هم ورک شوي دي.

سرچینې د کارکوونکو د روزنې پر مهال بایومټریک ماشینونو او په هغو پورې د اړوند وسایلو ورکېدو خبر ورکړی او ویې ویل، تر اوسه یې هم د بایومټریک ۱۹ ماشینونه، ۱۷ پرېنټر، ۶۹ چیپونه، ۱۰۵ پاوربانکونه او ۲۲۰ چارجر نه دي ترلاسه کړي.

هغه د دې په روښانولو چې بایومټریک ماشینونه او د هغه اړوند وسایل په ۳۴ ولایتونو کې ورک شوي وویل، له هغو کارکوونکو سره به قانوني چلند وکړي چې په دې برخه کې یې ناغېړي کړې ده.

هغه روښانه کړه چې د بایومټریک ۱۶ الې له کابل او یوه له تخار ولایته دوی ته نه دې رسېدلې، خو د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا غړي له اندازې ډېره بوختیا پلمه کړه او په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون مشرتابه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، یاد کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ۳۴زره او ۹۸۵ بایومټریک ماشینونو ته ځانګړې کړې وې چې له دې ډلې ۳۴ زره او ۷۶۷ کمېسیون ته سپارل شوې او د پورته معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۹۱ بایومټریک ماشینونه کمېسیون ته نه دي رسېدلي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له یادو ۳۴زره او ۷۶۷ تسلیم شوو ماشینونو په ۲۳زره او ۱۷۶ ماشینونو کې د رایې ورکوونکو اطلاعات موجود وو او د ۲۳زره او ۱۷۶ ماشینونو معلومات مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي.

دغه راز یاد کمېسیون وايي چې دوه زره او ۸۸۸ بایومټریک ماشیونونه د نه فعالېدو، سکرین ماتېدو، انځور نه اخیستو او نورو لاملونو له وجې قرنطین شوي وو چې اوس د ۲۴۷۰ بایومټریک ماشیونون له قرنطین څخه ایستل شوي او د ناظرینو او مشاهدینو په موجودیت کې څېړل شوي او د لړم په لومړې نېټه اطلاعات یې مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.