ژبه

امنيت شورا: د افغان سولې د بريا لپاره د سيمې همکاري شرط ده

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٨) : د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د سولې پروسې د بريا لپاره د سيمې د هېوادونو همکاري شرط ده.

د امنيت شورا وياند کبير حقمل د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان حکومت له پخوا څخه او د نوي جوړ شوي اووه ماده ييزې طرحې له مخې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې لپاره د سيمه ييزې اجماع رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

هغه زياته کړه، د افغان سولې پروسې د بريا لپاره د سيمې د هېوادونو همکاري شرط ده، خو نوموړي د کوم هېواد نوم وانخيست.

حقمل وايي، ددې سيمه ييزې اجماع او همکارۍ رامنځته کولو لپاره د افغان حکومت هڅې روانې دي.

نوموړي وويل چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې په خير او ګټه دى.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دوه ورځې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې ويلي و، څو پورې چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي د سولې خبرې به پایله ونه لري.

login or register a new account.