ژبه

ولسمشر په نرخ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو د څېړنې لپاره پلاوى وټاکه

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٨): ولسمشر اشرف غني د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د پلټنو په موخه يو پلاوى ټاکلى دى.

څو اوونۍ مخکې د ملي امنيت ٠١ قطعې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د صد مردې په کلي کې د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي وو.

د ولسمشرۍ له خوا په يوه تازه حکم کې چې د ستر سلاکار وزير عبدالرشيد ايوبي په مشرۍ يوه با صلاحيته پلاوي ته دنده سپارلې چې سيمې ته ولاړ شي او ياده پېښه له نـږدې وڅېړي.

په دغه حکم کې چې دوه ورځې مخکې د ولسمشر له خوا لاسليک شوى، راغلي چې د ملي امنيت شورا، کورنيو چارو وزارت، ملي امنيت او لويه څارنوالۍ استازي به په دغه پلاوي کې شامل وي.

په حکم کې راغلي چې دغه ګډ پلاوی دې ميدان وردګو ولايت ته ولاړ شي او له ځايي چارواکو سره دې د يادې پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات راټول او ولسمشرۍ ماڼۍ ته دې ژر تر ژره وړاندې کړي.

د دغه پلاوي مشر عبدالرشيد ايوبي پژواک اژانس ته وويل چې د ٠١ قطعې هلته د طالبانو او نورو وسله والو پر ضد عمليات کړي وو، خو د سيمې خلکو ويل چې هلته هېڅ طالبان نه وو او وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

هغه زياته کړه چې د خلکو د دغو ادعاوو او غوښتنو پر اساس ولسمشر اشرف غني يو با صلاحيته پلاوي ته دنده وسپارله، څو سيمې ته ولاړ شي او په دې اړه هر اړخيزه څېړنې وکړي.

login or register a new account.