کابل (پژواک، ١١ تله ٩٨): د ټاکنو کمېسیون پردې سربېره چې وايي د لړم په ٢٣مه د لومړنيو پايلو اعلان ناشونى نه دى، زياتوي، د درملوګ کمپنۍ معلومات دوى ته رسېدلي او تر څېړنو وروسته به یې په اړه پرېکړه وکړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په کې ۱۴ نوماندانو ته رایې ورکړې.
د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۵مه اعلان شي، خو د ټاکنو کمېسیون په دغه کار نه دی توانېدلی او اعلان یې وکړ چې د لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنر اورنګزېب نن په خبري ناسته کې وویل: "هغه معلومات چې د درملوګ شرکت له خوا تېره ورځ موږ ته را لېږل شوي، موږ ۱۹۲۹۳۳۳ بایوميټریک رایې لرلې چې ۱۸۴۳۱۰۷ یې با اعتباره او پاتې نورې یې د انځور، ګوتې تکرار او د سټېکر د تکرار له امله ستونزې لرلې دي."
ده زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمیسیون تخنیکي ټیم بوخت دى ترڅو د درملوګ دغه معلومات په مرکزونو او محلونو سره جلا او وڅېړي او وروسته یې کمیسیون په اړه پرېکړه وکړي.
درملوګ یوه جرمني کمپنۍ ده چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون لپاره د بایومټریک ماشینونو د اسانتیا برابرولو مسوولیت پر غاړه لري.
اورنګزیب همدارنګه وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولایتونو کې د رايو د شکمنو مرکزونو او محلونو د بیاشمېرنې لپاره پوره چمتووالى لري او د کمیسیون له خوا د بیا شمېرنې وړ مرکزونو او محلونو تر تصویب وروسته دوی د بیا شمېرنې د څارنې او کتنې لپاره ولایتونو ته سفر کوي.
ده همدارنګه وویل، د لړم پر ۲۳مه د لومړنیو پایلو اعلام ناشونی نه دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلامیې له مخې، یاد کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او رسنیو څارونکو او کتونکو ته د تفتیش، بیا شمېرنې او بارکود لوستونکو دستګاوو د کارونې د لارښود د طرزالعمل په اړه د کمېسیون په مرکز کې ښوونیز پروګرام جوړ کړ.
د ټاکنیزو زده کړو او ظرفیت لوړونې د مسوولینو په وینا د کمېسیون لخوا د بیا شمېرنې وړ مرکزونو او محلونو تر تصویب وروسته دوی د بیا شمېرنې د پروسې د څارنې او کتنې لپاره ولایتونو ته سفر کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې د کمېسیون تر سلو زیاتو کارکوونکو ته د دغه طرزالعمل او منل شوو بایومتریکي رایو د پېژندلو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شوی و.
login or register a new account.