ژبه

المان: زموږ هڅې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل لپاره دي

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٨): د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړى استازى د دې ترڅنګ چې هيله مندي ښيي، د افغان حکومت او د هغوى د متحدينو هڅې د سولې لامل شي، وايي، د دوى د هڅو پایله به د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پيلول وي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د المان فدرالي دولت وزیر مارتین جاګر سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي او په کابل کې د هغه هېواد مېشت سفیر هم په کې حضور درلود، جمهور رئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د المان د مالي، نظامي او سیاسي مرستو مننه وکړه، ويې ویل، دغه مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، ښو اړیکو او همدردۍ نښه ده.

د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د المان فدرالي دولت وزیر مارتین جاګر وویل، د انکشاف، اقتصادي پراختیا او سیاسي او نظامي ماموریت په برخو کې به یې له افغانستان سره د هېواد مرستې دوام ولري.

نوموړي له افغانستان سره د المان ۷۲ میلیون یورو وروستۍ مرستې ته په اشارې وویل، له افغانستان سره مرستې او همکارۍ لپاره ژمنتیا کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوزپوتزل وویل، موږ ته سوله او د دې پروسې ملاتړ مهم دی او هیله لرو چې د افغان حکومت او د هغوی د متحدینو هڅې د سولې لامل شي.

هغه د افغان حکومت د سولې پلان د ستاینې ترڅنګ وویل، زموږ د هڅو پایله باید دا وي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.

د المان ځانګړي استازي څرګنده کړه، ټاکنې په شفاف ډول ترسره شوې او په دې برخه کې له ټکنالوجۍ ښه استفاده وشوه او همداراز د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم وتوانېدل د دې مهم بهیر امنیت تامین کړي.

جمهور رئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان د سولې پلان باید موږ جلا نه، بلکې یو ځای کړي او زموږ د سولې اووه ماده یي پلان د ملي او بین المللي اجماع نویوالی دی چې افغان دولت پرې کار کوي.

ده په افغان سوله کې د المان د رول او ملاتړ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید د افغانانو په لاس کې وي او هغه څه چې په تېر کې پېښ شوي، موږ یې باید په دقیق ډول وارزوو او د راتلونکي پلان لپاره د شرایطو بدلون په پام کې ونیسو.

هغه زیاته کړه، د تاوتریخوالي د له منځه وړلو، مذاکرې او اوربند لپاره مهمه ده چې د پایدارې سولې تامین شرایط برابر شي او له ډيالوګ پروسې د ملاتړ لپاره د المان د رول مننه کوي.

د ده په خبره، زموږ د سولې پلان کې  تر ډېره اتصال، سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزیټ ته پام شوی، ترڅو افغانستان د سیمې د څلورلارې په توګه خپل رول ترسره کړای شي.

login or register a new account.