ژبه

ولسمشر غني د کندهار د مشرانو او ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

کابل (پژواک ١٣ لړم ٩٨): ولسمشر غني پردې سربېره چې د کندهار د مشرانو او ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه يې واورېدل، وايي چې د دې ولايت خلکو په ټاکنو کې په خپل ګډون سره له جمهوریت څخه دفاع وکړه.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار ولایت د مشرانو، متنفذینو، د مدنې ټولنې فعالانو او ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

دوی په دغه ویډیو کنفرانس کې د پوهنې، روغتیا، پانګونې، کرنې، بشري ظرفیت، د اوبو د مدیریت، بای پاس سړک او ښاري انکشافي پلان په برخو کې د کندهار ولایت د خلکو غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

په پیل کې د کندهار ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني د مدرسو جوړولو، د کندهار علماوو ته د لا زیاتې پاملرنې او خلکو د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې.

وروسته د کندهار ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال د ښوونځیو جوړولو، د پوهنې د تشکیل د زیاتوالي، د سړکونو د بیارغونې، د روغتیایي کلينیکونو د جوړولو، د ښځو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې، د ښوونکو د ښارګوټي د جوړولو، د برېښنا پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا، د سوداګرو د ستونزو د حل، د هوایي دهلیز له لارې د کندهار د مېوو او ټولو کرنیزو محصولاتو د صادرولو، د ځوانانو د بې کارۍ ستونزې د حل او د دغه ولایت ځوانانو ته د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیو د برابرولو په برخو کې د کندهار د خلکو غوښتنې بیان کړې.

ولسمشر غني د دوی د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته وویل، د کندهار د برېښنا لین د تمدید کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی او د راتلونکي کال د چنګاښ په میاشت کې به تکمیل شي.

هغه زیاته کړه، د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا درې پروژې بشپړې شوې دي، همدارنګه د ۹۰ ښوونځیو پر جوړولو کارروان دی او د ۷۰ ښوونځیو کارونه یې بشپړ شوي دي.

ده څرګنده کړه، د کندهار د اوبو د مدیریت د ارزونې  پر بهیر کار شوى او له سېلابونو د مخنیوي په موخه یو پلاوی کندهار ته ځي.

ده وویل، د ښاري انکشاف پلان د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی، د کندهار د پوهنې تشکیل به د ولایت د اړتیاو پر بنسټ عیار شي او همداراز به د راتلونکي کال لپاره د متوازن معارف پراختیا په پام کې ونيول شي او د نجونو د ښوونځیو ودانولو ته به ډېره پاملرنه وشي.

غني څرګنده کړه، د کندهار ولایت د روغتیا په تشکیل کې تغییرات رامنځ ته کېږي او د کندهار انکشافي کنفرانس به د راتلونکي کال په پسرلي کې، په کابل کې جوړ شي.

ولسمشر په هره ولسوالۍ کې د جومات ودانولو ته په اشارې وویل، د علماوو او د شهیدانو د وارثانو معاش ته به ډېره پاملرنه وشي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ته د ښځینه وو لپاره د لیلیې ودانولو د وړاندیز لارښوونه وکړه او ويې ویل، د لوړو زده کړو شورا له لوري د کندهار ځوانانو لپاره د ماسټرۍ دوه برنامې په پام کې نيول شوې دي.

login or register a new account.