کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): په سريلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حيدري د دغه هېواد د دفاع له وزير سره په بېلابېلو برخو کې پر همکاريو خبرې کړې دي.
حيدري د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون يې په کولمبو کې د سريلانکا د دفاع له وزير روان ويجى ورديني سره وليدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکاريو وغېږېدل.
هغه زياته کړه چې ډېر ژر به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دفاعي او امنيتي برخو کې د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي.
حيدري وايي چې د دغه هوکړه له لاسليک مخکې له څه مودې راهيسې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتانو او نورو چارواکو ترمنځ په دې برخه کې ناستې او ليدنې شوې دي.
د نوموړي په وينا، د دواړو هېوادونو ترمنـځ په دفاعي او نظامي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو ډېر چانسونه شته.
د افغانستان سفير وويل چې یاد هېوادونه د ترهګرۍ، سخت دريځۍ او نشه يي توکو د قاچاق له ګواښونو سره مخ دي.
حيدري زياته کړه چې دغه ګواښونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هند بحر ترڅنګ نورو هېوادونو ته هم امنيتي ستونزې جوړ کړې دي.
هغه وايي، افغانستان د سريلانکا د ملي پخلاينې او له سوله ييز ژوندانه سره د وسله والو د يو ځل بيا ګډېدو په برخه کې د سريلانکا له تجربو ګټه واخلي.
حيدري وويل چې دغه راز يې د سريلانکا د دفاع له وزير سره د افغان ځواکونو د روزنې او د دغه هېواد په نظامي کالج کې د افغان افسرانو د داخلې په اړه هم خبرې وکړې.
login or register a new account.