ژبه

تاجکستان: داعش وسله والو د افغانستان له خاورې پر موږ بريد کړى

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): د تاجکستان چارواکي وایي، د داعش یو شمېر وسله والو له افغانستان سره سرحد ته نږدې د تاجکستان پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

د امريکا غږ د راپور له مخې، د تاجکستان امنیتي چارواکو د لړم په ١٥مه رسنيو ته ويلي چې په دغه برید کې د دوی یو پولیس، یو پوله ساتونکی سرتېری او ۱۵ بریدګر وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې بریدګرو تور نقابونه اغوستي وو.

تر دې دمه لا د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده چې د تاجکستان چارواکو څنګه معلومه کړه چې بریدګر د داعش غړي دي، خو وايي چې د داعش پنځه غړي یې نیولي دي.

بلخوا د امريکا د اسوشیتد پرس اژانس د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې په حواله ویلي دي چې بریدګر له افغانستان څخه تاجکستان ته اوښتي وو او یو "ځانګړی ماموریت" یې لره.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د داعش ډلې په تاجکستان کې د هغه برید مسوولیت هم منلی وو چې څلور بایسکل سپاره په کې وژل شوي وو.

د تاجکستان چارواکی داسې مهال دا ادعا کوي چې تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې داعش غواړي د افغانستان په شمال کې ځانونه ځای پر ځای کړي او بیا منځنۍ اسیا ته ګواښونه پېښ کړي، خو افغان چارواکو دا ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

داعش تر ډېره د افغانستان په ختیځ کې فعال و چې افغان او امریکايي ځواکونو یې پر ضد عملیات وکړل او وايي چې له ډېرو سیمو یې شړلي دي. دغې ډلې په کابل کې د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د ځینو خونړیو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي څو ورځې مخکې د امریکايي ځواکونو په برید کې په سوریه کې ووژل شو.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.