کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې تر ٥٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ياد وزارت له خوا د لړم په ١٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ګيزاب ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو پر يوه قرارګاه ډله ييز بريد کړى و.
سرچينې زياته کړې، د ملي ځواکونو په ځوابي ځمکني او هوايي بريدونو کې تر ٥٠ پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د ملي دفاع وزارت د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې پر وسله والو يې فشارونه زيات کړي دي.
طالبانو ددغو عملياتو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په ګيزاب ولسوالۍ کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې جګړه روانه ده او يو شمېر دولتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.