کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): د افغانستان حکومت وايي چې تر اوسه د چين بين الافغاني ناستې لپاره د افغان پلاوي نوملړ نه دى بشپړ شوى.
ټاکل شوې وه چې د افغان سياسيونو او د طالبانو د قطر دفتر پلاوي په ګډون دغه بين الافغاني ناسته شاوخوا لس ورځې مخکې شوې واى، خو د افغان حکومت په غوښتنه چين دغه ناسته وځنډوله.
طالبانو لا دمخه په دې ناسته کې د ګډون اعلان کړى دى.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه د چين د بين افغاني ناستې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، دا ناسته ښايي د لړم په ٢٥مه يا د ليندۍ مياشتې په لومړۍ اونۍ کې ترسره شي.
صديقي وايي، د چين د بين الافغاني ناستې لپاره د افغان پلاوي پر نوملړ کار روان دى او تر اوسه وروستى شوى نه دى، کله چې بشپړ شو، د چين له حکومت سره يې شريکوي.
هغه زياته کړه، حکومت پر نوملړ له سياسي شخصيتونو او ډلو سره سلا مشورې کړې او دا لړۍ روانه ده.
د ولسمشر وياند وويل: ((د چين ناسته هم د نورو پخوانيو ناستو په څېر د تفاهم او باور جوړولو لپاره يوه بين الافغاني ناسته ده، مذاکرات نه دي.))
د نوموړي په وينا، دا ډول ناستو سره له طالبانو سره د رسمي بين الافغاني مذاکراتو لپاره زمينه برابرېدلى شي.
بلخوا د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مسوول يوسف سها پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى تل د بين الافغانی ناستې ملاتړ کوي، خو د چين د ناستې په اړه تر اوسه حکومت ورسره مشوره او معلومات نه دي شريک کړي.
ده زياته کړه: "موږ سره تراوسه د چین ناستې د وخت او پلاوي په هکله معلومات نه دي شريک شوي او کله يې چې د نورو مشرانو په څېر له موږ څخه غوښتنه وکړه، موږ به هم خپل کسان ورته معرفی کړو."
دغه راز د اجرايه رياست وياند اميد مثثم بيا وايي، ټاکل شوې دغه ناسته (د اکتوبر په ۲۱ – ۲۲ مه) ترسره شي، خو تراوسه د افغان پلاوي په اړه معلومات نه لري.
login or register a new account.