کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): «مېک» د تقاعد له ادارې غواړي چې د تقاعد د ثبت له نوي سيستم سره ټولې دولتي ادارې ونښلوي او د متقاعدینو شکایتونو اورېدو ته ټیلېفونی کرښه جوړه کړي.
دغه راز د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه (مېک) د تقاعد ادارې ته سپارښتنه ورته کوي چې د شکایتونو اورېدو کمېسیون کې د متقاعدینو ټولنې غړو ته هم برخه ورکړي.
د مېک په راپور کې چې کاپي یې نن (د لړم ۱۹مه) پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې په دط اداره کې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د پام وړ اصلاحات راغلي دي.
سرچینه لیکي چې د څارنې او ارزونې کمېټې په ۲۰۱۳ کال کې تقاعد شوو کسانو ته د تقاعد حقونو د ورکړې په بهير کې د اداري فساد د زيانمننو ارزونه ترسره کړې وه.
مېک د یادې ارزونې له مخې لیکي چې د ناڅرګندو، بې ربطه او قسمي متضادو حقوقي اسنادو له امله د تقاعد خزينې لوی رياست کارکوونکو ته فرصت برابر شوی و څو حقوقي اسناد په خپله خوښه او ګټه تفسير کړي او وکاروي.
دغه راز سرچینه زیاتوي چې د بېلابېلو رياستونو او امريتونو ترمنځ د وظيفوي تداخل شتون، د تقاعد شوو د ډېټا ساتلو لپاره د کمزوري (کاغذي) سيستم شتون، د تقاعد امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره د غوښتنليک وړاندې کولو او د امتيازاتو د ورکړې اوږدې او پېچلې پروسې د تقاعد خزينې په لوی رياست کې چارواکو ته د ناوړه اغېز فرصت برابر کړی و.
مېک لیکي: «د قانوني اسنادو ناڅرګندتيا، جوړښتي تداخل او اوږدو پروسو له امله اداري فساد ته جوړ چاپېريال رامنځته شوی و چې مفسدو کړيو د جعلي پېژندپاڼو پر مټ د خيالي متقاعدينو په نوم د تقاعد حقونه ترلاسه کول. خو له بل پلوه، حقيقي متقاعدينو د ثبت او هغوی ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې په قصدي ډول ځنډول کېدې او متقاعدين د تقاعد خزينې لوی رياست د کارکوونکو د تند، غير مسلکي او ناوړه چلند سره مخ وو.»
په دغه رياست کې د څارنې او ارزونې کمېټې د اداري فساد د زيانمننو د اصلي راپور تر خپرېدو وروسته په ۶ کلونو کې د افغانستان حکومت او د تقاعد خزينې لوی رياست د اداري فساد مشخص شوو زيانمننو د رسېدنې په موخه يو شمېر اصلاحاتي ګامونه پورته کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د تقاعد خزينې لوی رياست په ماليې وزارت کې مدغم شو، د تقاعد حقونو د مقررې په تعديلولو سره د کار قانون او د تقاعد حقونو د تنظيم پخوانۍ مقررې ترمنځ حقوقي ابهامات له منځه تللي، په یاد ریاست کې د تقاعد حقونو د ورکړې پخوانی کاغذي سيستم پر نوي برېښنايي سيستم بدل شوی، د پروسې ۸ پړاوونه ۴ ته راکم شوي، د تقاعد د ټولو پړاوونو د ترسره کولو لپاره يو محل ټاکل شوی، ۸۶ دولتي ادارې او ۱۱ ولايتونه د تقاعد د ثبت دغه نوي سيستم سره نښلول شوي او خپله ډيټا په برېښنايي بڼه سپاري. د ټولو ۱۶۵۶۴۱ متقاعدينو له ډلې ۱۴۶۲۶۹ (۸۸ سلنه) کسان په بايومتريک ډول تصديق او نوي سيستم کې ثبت شوي دي.
مېک زیاتوي چې دغه اصلاحات چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې پیل شوي وو، د نړيوال بانک په مالي او تخنيکي ملاتړ "د افغانستان د تقاعد د تنظيم او خونديتوب شبکې پروژې" په ترڅ کې ترسره شوي دي.
سرچینه لیکي چې د یادو اصلاحاتو په راوستو سره د درغليو، اداري فساد او انساني تېروتنو مخه نيول شوې ده.
د څارنې او ارزونې کمېټه، د تقاعد خزينې په لوی رياست کې پر رامنځته شوو اصلاحاتو پوهېږي او ستاينه يې کوي، او ټینګار کوي چې د تقاعد د ثبت له نوي سيستم سره د ټولو ولایتونو دولتي ادارې ونښلول شي او د تقاعد خزينې لوی رياست په چوکاټ کې يوه ټيليفوني کرښه جوړه شی، څو د متقاعدينو شکايتونه ثبت او رسيدنه ورته وشي.
login or register a new account.