کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٨): یوناما د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه هيله کړې چې د نومبر د لسمې لیک اړوند راپورته شوي مسایل په عادلانه او بشپړ ډول وارزوي او په وخت سره خپلې موندنې خپرې کړي.
درې ورځې مخکې (د لړم ٢٠مه) یوناما د ټاکنو کمېسیون له غړو سره د مولانا عبدلله تر ناوړه چلند وروسته په لیکلې بڼه له نوموړي شکایت کړی او له هغه سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.
په هغې شکایت پاڼه کې چې د يوناما له خوا خپره شوې وه، په کې راغلي و چې د لړم په ۱۹مه (د نومبر ١٠مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تادامیچي یماماتو د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو سره د یاد کمېسیون د کمېشنر مولانا عبدالله د ناوړه او له سپکاوي د ډک چلند په اړه په لیکلي بڼه شکایت کړی دی.
په یاد شکایت کې راغلي، د لړم د ۱۴مې په ماښام د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د پایلو د جمع بندۍ د ملي مرکز د مسوول بشیر علي مذهب او قوم ته سپکاوی کړی دی.
له يوناما څخه په تازه خپره شوې خبرپاڼه چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د یوناما د مشر او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرې ترمنځ د هغه تازه رسمي مکتوب په تړاو چې په رسنیو کې خپور شو او په دې تړاو وروسته په افغان رسنیو کې د ترسره شویو تبصرو او بیانیو په اړه، لاندې معلومات وړاندې کوي.
سرچينه زياتوي، د افغان چارواکو د غوښتنې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ورکړل شوي ماموریت د یوې برخې په توګه، یوناما له ټاکنیزو افغان بنسټونو او د باوري ټاکنو د تنظیمولو په برخه کې د هغوی له چارو ملاتړ کوي.
سرچينه کاږي، د نومبر په ۱۰مه، د یوناما مشر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې ته یو لیک واستاوه چې د هغې پام د هغې پېښې په تړاو د یوناما اندېښنو ته ور واړوي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یوه کمېشنر چلند په کې نامناسب او د افغانستان د ټاکنو له قانون سره په ټکر کې بلل شوی دى.
يوناما په ډاګه کړې چې په دغه لیک کې له کمیسیون څخه غوښتنه شوې وه، چې دغې پېښې ته د رسېدنې په موخه ګامونه پورته کړي.
سرچينې وايي، له ورکړل شوي ماموریت سره سم د افغانستان انتخاباتي بنسټونو ته د مشورې ورکولو په برخه کې، د دې لیک موخه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د روڼتیا خوندیتوب، ملاتړ او د ټاکنو قانون ته د درناوي کول وو.
يوناما ويلي، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې دې لیک رسنیو ته لار ومونده او د ځینو کسانو له خوا سیاسي شو چې غوښتل یې د دغه لیک متن ناسم وکاروي.
سرچينه زياتوي، یوناما یو ځل بیا ټینګار کوي چې دغه بنسټ د افغانستان د ټاکنو د خپلواکو ادارو د ملاتړ په برخه کې خپل بشپړ بې پرېتوب ساتي او د هېواد د ټاکنو قانون او له تقلب سره د مبارزې ټولو هڅو ته احترام لري.
سرچينه کاږي، یوناما د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه تمه لري چې د نومبر د لسمې لیک اړوند راپورته شوي مسایل په عادلانه او بشپړ ډول وارزوي او په وخت سره خپلې موندنې خپرې کړي.
login or register a new account.