کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٨): د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، په چين کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته چمتووالي د بشپړېدو په حال کې دي.
د دغه وزارت له خوا د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې په چارو کې د دولت وزير عبدالسلام رحيمي نن په کابل کې د چين له شارژدافير وانګ داکشو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د چين استازي په بجینګ کې د سولې د خبرو لپاره د نيول شوي چمتووالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
ده وويل: ((هڅه کوو د بجينګ ناسته د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي او د دغه هېواد دولت د چمتووالي په برخه کې اړين اقدامات وکړي.))
د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د بجینګ ناستې په ښه توګه جوړېدو په موخه د چمتووالي نیولو او ښو پایلو ترلاسه کولو له امله مننه وکړه.
نوموړي دغه راز د دې ناستې د چمتووالي د بهير پر چټکتيا ټینګار وکړ.
د يادونې ده، په بجينګ کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په راتلونکو څو ورځو کې کېږي، خو کره نېټه يې نه ده ټاکل شوې، ځينې سرچينې وايي چې د نومبر مياشتې په ٢٣مه به ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې دا ناسته تېره مياشت ترسره شوې وای، خو د افغان حکومت د مخالفت له امله وځنډېده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره يې د پلاوي لېست له چين سره شريک کړى، خو تر اوسه د دغه لېست جزئيات نه دي په ډاګه شوي.
login or register a new account.