ژبه

“د امريکايي پوهنتون له دوه استادانو سره د درې طالبانو تبادله ونه شوه”

 کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): د ولسمشر غني د مېرمنې رولا غني څرګندونې او ځينې نور راپورونه دا په ډاګه کوي چې په کابل کې د امريکايي پوهنتون له دوو استادانو سره د طالبانو د درې مهمو غړو تبادله تراوسه له ناکامۍ سره مخ ده .

د تېرې سه شنبې په ورځ ولسمشر غني ويلي و چې د طالبانو درې غړي  (انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري) په کابل کې د امريکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې چې د طالبانو په بند کې دي خوشې کيږي .

تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ياد درې طالب بنديان قطر ته رسېدلي دي، خو طالوع نيوز ته ځينو سرچينو ويلي و چې دغه تبادله ونه شوه او يا درې بنديان بېرته بګرام ته انتقال شوي دي.

د امريکا غږ د يوه راپور په اساس، تېره ورځ( د لړم په ٢٣مه) د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني په واشنګټن کې د امريکا د سولې په انستيتوت کې د وينا پرمهال ويلي چې د امريکايي پوهنتون له دوه استادانو سره د درې طالبانو تبادله ونه شوه. 

هغې ويلي و ، دقيقه نه پوهيږي چې دغه تبادله ولې ونه شوه .

هغې زياته کړې: (( وضعيت ډېر ترينګلى دى او دا وضعيت ساده نه دى، دغه تبادله ونه شوه ، ډاډه نه يم چې ولې دغه کار ونه شو، خو کېداى شي يوه لوري په خپله ژمنه عمل نه وي کړى او له بده مرغه چې کېداى شي د امريکايي پوهنتون دوه استادان خوشې نه شي.))

  خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې تبادله ونه شوه او امريکايي لورى په خپله ژمنه ونه درېد .

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشر د وياند نظر واخلي خو بريالى نه شو.

 تېره ورځ( د لړم په ٢٣مه) سهار مهال يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د يادو طالب بنديانو د خوشې کېدو په اړه اختلاف پيدا شوى او سپارل يې ځنډېدلي، خو له غرمې وروسته همدې سرچينې بيا پژواک ته وويل چې ياد درې طالب بنديان په قطر کې د امريکا نظامي اډې ته انتقال شوي، مګر د همدې ورځې په ماښام يوشمېر رسنيو خبر ورکړ چې دغه بنديان بېرته له قطره بګرام ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.