کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): ملي دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ٢٢٩ داعش وسله وال او د کورنيو غړي يې حکومت ته تسليم شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري د لړم په ٢٤مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پنجشنبې په شپه ٢٢٩ کسان چې په دوى کې ٨٢ د داعش وسله وال، ٥١ ښځې او ٩٦ماشومان په کې شامل دي د اچين په مومند سيمه کې د عمليات پرمهال د ملي اردو ځواکونو ته تسليم شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د تېرو دوه اوونيو په ترڅ کې ٥٤٢ داعش وسله وال له کورنيو سره يې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې له دغو کسانو ٦٩ميله کلاشينکوفونه، ٥تومانچې، ٤٠ لاسي بمونه، ١١٠شاجورونه او درې مخابرې ترلاشه شوي دي.
سرچينه وايي چې له داعش څخه تر بشپړې تصفيې پورې به دغه عمليات په ياده ولسوالۍ کې دوام ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن