کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو په لغمان ولايت کې د داعش ډلې دوه مهم غړي له وسلو او نظامي تجهيزاتو سره نيولي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان په قرغه يي ولسوالۍ کې يو لړ هدفمند عمليات ترسره کړل.
سرچينې زياته کړې، د دغو عملياتو په پايله کې د داعش ډلې دوه مهم غړي له پنځه ميله وسلو، يو قبضه بم غورځوونکي، درېیو مخابرو، لاسي بمونو، يوه موټر او د پيکا او کلاشینکوف له څه باندې درې زره مرمیو او يو شمېر نورو نظامي تجهیزاتو سره نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د عملیاتو په لړ کې دوه نور کسان هم له ترهګريزو ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په ننګرهار ولايت کې هم د داعش سلګونه کسان تسليم شوي دي.
login or register a new account.