کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار ولايت کې د داعش وسله والې ډلې ٢٢ نور وسله وال ملي امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
د ياد وزارت له خوا د لېندۍ په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو د عملياتو پر مهال تسليم شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې یادو ٢٢ داعشي وسله والو له ځان سره ١٨ ميله وسلې هم تسليم کړې دي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې داعش وسله وال د ملي دفاعي ځواکونو له فشارونو وروسته د مخامخ جګړې روحيه له لاسه ورکړې او په پاى کې تسليم شول.
دغه وزارت نورو ترهګرو ډلو ته هم يادونه کړې چې د حق په انتخاب سره له جګړې لاس پر سر شي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د يادونې ده، په دې وروستيو اوونيو کې په اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې شاوخوا ٢٨٠ وسله وال له سلګونو ښځو او ماشومانو سره ملي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
په دغو تسليم شوو داعشي وسله والو کې ډېرى د پاکستان اوسېدونکي دي، دغه راز د ازبکستان، قرغيزستان، مالديف، تاجکستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو اوسېدونکي هم په کې شامل دي.
login or register a new account.