کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د دوو مدني فعالانو پر نيول کېدو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د هغوى د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د ياد سازمان له خوا پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې هغه دوه کسان نيولي چې په لوګر کې يې د ښوونځيو پر کم عمره هلکانو د جنسي تېريو له پېښو پرده پورته کړې وه.
شاوخوا دوه اوونې وړاندې ځينو کورنيو او بهرنيو رسنيو د لوګر د مدني ټولنو د رييس موسى محمودي له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د شپږو ښوونځيو پر ٥٥٠ زده کوونکو د ښوونکو، سرښوونکو او نورو مسوولينو له لوري جنسي تېري شوي دي.
د محمودي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر اوسېدونکو لاريونونه او اعتراضونه وکړل او د نوموړي د نيول کېدو غوښتنه يې وکړه.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پرون پژواک ته ويلي وو چې موسى محمودي د يادو څرګندونو د سپيناوي په موخه د امنيتي ځواکونو له لوري په کابل کې نيول شوی دی.
د بښنې نړيوال سازمان وايي، موسی محمودي او حسان الله حميدي د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خوا هغه مهال نیول شوي چې په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفير سره ليدو ته روان وو.
سرچينې زياته کړې، د جنسي ځورونو په دې پېښو کې يوه ځانګړې کړۍ ښکېله وه او تور لګوي چې دوی پر سلګونو هلکانو جنسي تېری کړی دی.
د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې یادو کسانو پر هلکانو د جنسي ځورونې تر سلو ډېرې ويډيوګانې افشا کړې وې او ګارډین ورځپاڼه ادعا کوي چې یو شمېر هغه هلکان چې جنسي تېری پرې شوی و، وروسته وژل شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال دې قضيې ته په اشارې وويل چې د مدني فعالانو نيول ناسم کار دی.
کرزي له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې نیول شوي کسان دې ژر تر ژره پرېښودل شي.
د افغانستان امنيتي ارګانونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو څو ورځې وړاندې خپله موسى محمودي پژواک ته ويلي وو چې ګارډين او طلوع نيوز د ده خبرې ناسمې خپرې کړې دي.
login or register a new account.