ژبه

د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان مرستیال ته د میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړل شو

کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان مرستیال ډګر جنرال جېمز ریني ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې او په کې زياته شوې چې نوموړي ته دغه مډال ل هغه سره د مخه ښې په کتنه کې ورکړل شوى دى.

سرچينه زياتوي، په دغو مراسمو کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شول، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم حضور درلود، په پیل کې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.

سرچينه کاږي، جمهور رئیس غني د سولې او ثبات او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا او موثریت لوړولو په برخه کې د نوموړي هڅې او ترسره شوي ارزښتناک خدمتونه، وستایل.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان مرستیال ډګر جنرال جېمز ریني چې په افغانستان کې ماموریت پای ته رسېدلی، وویل: "موږ په افغانستان او په دغه هیواد کې پر خپل ماموریت باوري یو او که اړتیا ولیدل شي دوباره به په افغانستان کې خدمت وکړم."

login or register a new account.