کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٨): د امريکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي له طالبانو سره په نږدې راتلونکي کې د برياليو مذاکراتو هیله څرګنده کړې ده.
هغه چې په يوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغلى، پرون ورسره راغلو بهرنيو خبريالانو ته يې ويلي چې د افغانستان د سولې د خبرو د بريالۍ کېدو چانس د پخوا په پرتله زیات دى او په نږدې راتلونکي کې امکان لري.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې څو ورځې مخکې طالبانو د کابل امریکایي پوهنتون دوه استادان چې یو یې امریکایى و، له درېیو کلونو بند وروسته خوشي کړل؛ د دې استادانو په بدل کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې مهم غړي خوشي کړل.
جنرال مارک میلي زياته کړې: "زما په فکر د سولې له خبرو نه د مثبتو پايلو چانس د پخوا په پرتله زیات دی او زه په افغانستان کې له تېرو ١٨ کلونو نه ښکېل یم. "
جنرال میلي دا هیله هم څرګنده کړه چې دغه مذاکرات به په نږدې راتلونکي کې وشي.
ده ويلي: "له لږې خوشبختۍ سره، موږ به په لرې نه، بلکې په نږدې راتلونکي کې بريالي مذاکرات وکړو. "
هغه په داسې حال کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د پرمختګونو خبر ورکړى چې په قطر کې هم سياسي هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.
ويل کېږي چې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره اوونۍ په قطر کې له طالب استازو سره پټې خبرې کړې دي.
دغه راز د اروپايي اتحاديې او جرمني ځانګړو استازو هم په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره ليدلي دي.
د دې ترڅنګ په قطر کې د افغانستان سفير هم د اروپايي ټولنې، جرمني او امريکا له ډيپلوماتانو سره د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
login or register a new account.