کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار سربېره پردې چې ټينګار کوي، د سولې په اړه موجودې تجربې کار اسانولای شي، وايي، سوله یوه پېچلې او څو بعدي پروسه ده او باید په پوره تیارۍ یې په اړه ګام پورته شي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې د اروپا د سولې انستیتیوت له مشر مایکل کیټنګ سره په کتنه کې کړې دي.
سرچينې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له قوله ويلي، په افغانستان کې د سولې د راوستو او ټینګښت په موخه یواځې سیاسي او دولتي هڅې ستونزې نه شي هوارولای؛ بلکې په دې اړه له موجودو تجربو او څېړنو هم باید کار واخیستل شي.
د اروپا د سولې انستیتیوت مشر وویل، د پخلاینې په برخه کې اړینه ده له کورنیو، بهرنیو، سیمه ییزو او څېړنیزو ظرفیتونو استفاده وشي او د ټولو خواوو په مطالعې سره یې په اړه پرېکړې او تصامیم ونیول شي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، افغان حکومت په دې اړه یو منظم پلان او هر دخیل او موثر طرف ورته اهمیت لري.
ده په تېره بیا د افغانستان له مسایلو سره تړلو او لېواله هېوادونو او اتحادیو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د سولې په پروسه کې یې ګډول اړین دي.
په ناسته کې د سولې په اړه د څو نورو هېوادونو تجربو ته هم اشاره وشوه.
د ملي امنیت سلاکار وویل، که څه هم د افغانستان لانجه په مختلفو برخو کې له نورو هېوادونو سره توپیر لري، خو بیا هم بده نه ده، چې د هرې تجربې له مثبتو او کارېدونکو برخو استفاده وشي.
login or register a new account.