ژبه

ولسمشرغني: که طالبان له جګړې لاس وانه خلي، وبه ځپل شي

کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٨): ولسمشر غني د کندوز وروستۍ چاودنې ته په اشارې سره وايي، تر هغه چې وسله وال طالبان خپل دغه ناوړه چلند بدل نه کړي او له جګړې لاس وانه خلي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به سخت وځپل شي.

پرون مازدیګر د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په ایخم چال سیمه کې د واده پر يوه موټر چاودونه وشوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ کسان په کې و وژل شول.

ولسمشر محمد غني نن بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

غني وايي: ((د ماشومانو، ښځو او عامو افغانانو پر وړاندې د طالبانو دغه ډول جنایتونه له ولس سره د دښمنۍ په معنى ده او تر هغو چې دوی خپل دغه ناوړه چلند بدل نه کړي او له جګړې لاس وانه خلي، نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې سخت وځپي.))

هغه زياته کړه چې طالبان او د دوی ملاتړي د دې ډول پېښو، وحشتونو په ترسره کولو سره نه د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خپله ماتې پټولای شي او نه هم د هېواد په روښانه راتلونکي د خلکو ټینګه اراده او باور کمزوری کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.