ژبه

کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٨): ولسمشر غني د دې خبرې په بيانولو سره چې د معلولینو د ستونزو حل دولت، ټولنې او د خصوصي سکتور په ګډون په ټولو پورې اړه لري، وايي، ټول باید یوه بل ته لاسونه ورکړو او دغه قشر ته بنیادي پاملرنه وکړو. 

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځونډې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، د امنیتي او دفاعي بنسټونو معلولینو، د جهاد دورې او نورو معلولینو حضور درلود، جمهور رئیس غني وویل، معلولیت لرونکي وګړي بېلابېلې وړتیاوې لرې.

ده زیاته کړه: "ما له تاسې هر یو سره د دې لپاره روغبړ وکړ چې ستاسې وړتیا له نږدې ووینم، ویاړم چې د ملت عمده برخه یاست او بېلابېل مهارتونه لرئ."

نوموړي په دې پر ټینګار چې زموږ فرهنګ باید په وړتیا متمرکز وي، حاضرینو ته په خطاب کې وویل: تاسې د معلولینو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون لیدلى، هغه خلک چې لاس نه لري، په خپله خوله او پښو نقاشي او خطاطي کوي.

غني وویل، د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسمو په ویاړ به په راتلونکي کال کې د معلولینو د وړتیاوو پر تقدیر زیات تمرکز وشي.

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې د معلولینو د ستونزو حل دولت، ټولنې او د خصوصي سکتور په ګډون په ټولو پورې اړه لري، وویل، ټول باید یوه بل ته لاسونه ورکړو او دغه قشر ته بنیادي پاملرنه وکړو. 

ده څرګنده کړه، د دولت په دستګاه کې له ساختاري اصلاحاتو پرته د معلولینو د ستونزو حل ممکن نه دی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هیواد د شهیدانو او معلولینو د وینو پر وړاندې بې تفاوته نه شي او دوی ته نه پاملرنه د منلو وړ نه ده.

ولسمشر د معلولینو او شهیدانو وارثینو د ستونزو د حل په خاطر د اداري سیستم او د معلولینو د تګ راتګ لپاره د ودانیو جوړولو د قوانینو پر ساده کولو ټینګار وکړ او ويې ویل، معلولین ملي دي، په ځانګړې قوم او سیمې پورې تړاو نه لري.  

همدارنګه جمهور رئیس غني د افغانستان پر اقتصادي انکشاف ټینګار وکړ او ويې ویل، خپل توقعات باید مدیریت کړو او د معلولینو حق باید حقداره معلولینو ته ورسېږي.

ده د خپلو خبرو په پای کې په ټولنه کې د معلولینو د فعالې ونډې مننه وکړه او ويې ویل، هیله ده د معلول کوچنیانو د پرېشانې ترانې د هوسا، باثبات او قانونمند افغانستان پر بیانوونکو ترانو بدلې شي.

په دغو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي په خپلو خبرو کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د مبارکۍ پر مهال وویل، معلولیت د بشریت اړوند پدیده ده او بدبختانه چې په تېرو څلور لسېزو کې په هیواد کې د جګړو له امله د معلولینو شمېر زیات شوی دی.

login or register a new account.