کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٨) : ځينې سرچينې وايي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى د سولې د خبرو او سلا مشورو لپاره يو ځل بيا کابل ته راغلى دى.
د حکومت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې زلمى خليلزاد کابل ته راغلى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه به ولسمشر اشرف غني سره د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړي.
نوموړى په داسې حال کې کابل ته راغلى چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ افغانستان ته د سفر پر مهال د سولې په پروسه کې د پرمختګ خبر ورکړى و.
هغه زياته کړې وه چې طالبان دا ځل اوربند او تاوتريخوالي کمولو ته چمتو شوي دي.
د سولې پروسې په اړه نوې هلې ځلې په داسې حال کې پيل شوې چې افغان حکومت، امريکا، ناټو او ټولې خواوې پر اوربند او تاوتريخوالي کمولو ټينګار کوي.
خو طالبانو ويلي، کله چې د سولې تړون وشي ورسره به سم پر اوربند خبرې وکړي.
login or register a new account.