ژبه

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٨) : د سعودي عربستان حکومت له افغانستان سره د سل زره ټوکو قرانکريمونو مرسته وکړه.

له ارګ څخه دليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د سعودي عربستان له لوري د قران عظیم الشان د سل زره ټوکو د هدیې په مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.

ولسمشر غني دغو مراسمو ته د وینا پرمهال له خادم حرمین الشریفین او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود څخه د دغې ارزښتناکې او عظیمې ډالۍ مننه وکړه او همدارنګه یې یو ځل بیا د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب خادم حرمین الشریفین ته د هغه د ورور د وفات له امله تسلیت ووایه.

هغه د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې تاریخي، دوامدارې او دوستانه وبللې او څرګنده یې کړه، دغه سل زره ټوکه قران مجید او په پښتو او دري ژبو چاپ تفسیر شریف به د واضح ارزونې او پلان له مخې ووېشل شي.

نوموړي وویل، خادم حرمین الشریفین د برحقه جهاد پرمهال چې ولیعهد و، له افغان مجاهدینو سره پام وړ مرستې کړي او له افغانستان څخه ښې خاطرې لري.  هغه د عیدګاه، پل خشتي، شاه دو شمشېره او نورو جامع جوماتونو بیارغونې ته په اشارې وویل، د جوماتونوجوړولو او بیارغونې ته څلوېښت میلیون ډالره بودجه ځانګړې شوې ده.

محمداشرف غني وویل، په پروان کې د امام ابوحنیفه (رح) مرکز تر کار لاندې دی او نور دیني مراکز به هم ورغول شي. هغه زیاته کړه، افغانستان د مذاهبو د همکارۍ، همزیستۍ، اتفاق او اتحاد ځلانده تاریخ لري.

ولسمشر څرګنده کړه، علما د ټولنې په ثبات او رهبرۍ کې د پام وړ رول لري. د افغان علماوو متفقه فتوا یې بېسارې او په سوله کې د دوی رول ارزښتناک وباله. همدارنګه یې د افغان سولې په برخه کې د اندونیزیا، سعودي عربستان د علماو، د مکې مکرمې او مدینې منورې د خطیبانو د برحقه دریځ قدرداني وکړه.

هغه زياته کړه، د علماوو د مالي اړتیاوو پوره کولو ته اساسي پاملرنه کېږي. د مدرسو د نصاب په اړه باید واضح نتیجې ته ورسېږي. د منابعو په لګولو باید تجدید نظر وشي او په هغه ځای کې مصرف شي چېرې چې واضح نتیجه لري.  

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین تاج محمد مجاهد د سعودي عربستان  دغې معنوي هدیې څخه په مننې په وروستیو کې جوماتونو، مدرسو او علماوو ته د حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني پاملرنه بېسارې وبلله.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالدي وویل، خادم حرمین الشریفین او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود خوښ دی چې د ولسمشر غني په غوښتنه د ملک فهد مطبعې چاپ قران شریفونه افغانستان ته هدیه کوي.

نوموړي زياته کړه، سعودي عربستان او افغانستان  پر اسلامي ورورلۍ ولاړې ژورې تاریخي رېښې او ډیپلوماتیکي اړیکې لري. پر همدې اساس د سعودي عربستان حکومت او ملت له اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او په سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره مرستې کړې دي.

د سعودي عربستان سفیر وویل، هېواد یې په افغانستان کې د امنیت، پخلاینې، ثبات او پرمختګ غوښتونکی دی او له افغانانو سره د مرستې په موخه یې انکشافي پروژې تر لاس لاندې دي.

login or register a new account.