کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): ملګري ملتونه په افغانستان کې په راتلونکي میلادي کال کې د روان کال په پرتله، د اړو کسانو شمېر ۴۹ سلنه ډېر اټکلوي، وایي په ۲۰۲۰ کال کې نهه عشاریه څلور میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وایي، هڅې کوي چې دغه پیسې له نړیوالو مرستندویانو ترلاسه کړي او پر مټ یې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستیال توبي لنزر (Toby Lanzer) نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ۲۰۱۹ کال په پيل کې په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه کسانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده او ملګرو ملتونو وکولی شول د نړیوالې ټولنې او غیر دولتي مرستندویو ټولنو په مرسته له ۴.۳ میلیونه کسانو سره مرستې وکړي.
ده زیاته کړه، د دې مرستو لپاره ملګرو ملتونو ۶۱۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا درلوده چې ډېره برخه یې ترلاسه کړې او د کال تر پایه به یې ټول ترلاسه کړي.
ده همدارنګه وویل، ملګرو ملتونو د افغانستان په ۹۰ ولسوالیو کې د نورو بېلابېلو مرستو ترڅنګ شاوخوا له څلور میلیونه کسانو سره خوراکې مرستې او یو میلیون کسانو ته د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي لارې چارې برابرې کړي دي.
هغه وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې هم اړتیا ده چې په افغانستان کې له خلکو سره بشري مرستې وشي او دغه اړتیا به ۲۰۲۰ کال کې د روان کال په پرتله ډېره وي.
سرچینه زیاتوي چې د جګړو ترڅنګ وچکالي، سېلابونه او د هوا ککړتیا د دې لامل دي چې دغه اړتیا د روان کال په پرتله په راتلونکي کال کې ډېره وي.
ده وویل، د ملګرو ملتونو د وړاندوینې له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۹.۴ میلیونه افغانان د ۷۳۲ میلیونه ډالرو په لګښت بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه وایي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې دغه پیسې له نړیوالو مرستندویانو ترلاسه کړي.
ده وویل چې سوله د افغانانو اړتیا ده او د جګړې پر مهال کله هم اقتصاد پرمختګ نه کوي.
login or register a new account.