ژبه

د «حاجي رسا» په ګډون د کورنیو چارو وزارت ۴ قراردادي شرکتونه تور لېست کې شامل شول

 

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۹۸): د حاجي رسا سوداګریز شرکت په ګډون د کورنیو چارو وزارت څلور قراردادي شرکتونه په تور لېست کې شامل شوي او نور د یاد وزارت په داوطلبیو کې د ګډون حق نه لري.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي د یاد مطلب ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو شرکتونو کې د حاجي رسا اړوند «شجاع ابدره»، د حاجي بهاالدین اړوند «اقرا»، «یاران اصیل» او د حاجي باري اړوند «مبارک ممتاز» شرکتونه شامل دي.

سرچینې لیکلي، دغه څلور شرکتونه له هغو لویو شرکتونو دي چې په تېرو کلونو کې یې تل د کورنیو چارو وزارت اعاشوي تړونونه انحصار کړي وو خو په نوي کال کې نه شي کولای د یاد وزارت په داوطلبیو کې ګډون وکړي.

سرچینې په ډاګه نه کړه چې یاد شرکتونه د کومې ادارې له خوا په تور لېست کې شامل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دغه موضوع رد یا تایید نه کړه خو ویې ویل، په دې اړه یو ساعت وروسته معلومات ورکوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له یادو شرکتونو سره هم خبرې وکړي خو له دوی سره اړیکه ټینګه نه شوه.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تېره ورځ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي و چې په تېرو اتو میاشتو کې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو او لوجستیک برخه کې شاوخوا ۳ میلیارد افغانۍ سپما شوې او دغه بهیر دوام لري.

هغه لیکلي دي چې له فساد سره مبارزه او د پولیسو حقونو ته توجه د کورنیو چارو وزیر په لومړیتوبونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت د روان کال د غبرګولي په اتمه ویلي و چې حاجي رسا او ۲۰ نور کسان یې دغه وزارت ته د غوښې پلورلو پر مهال د ۶۰۰ میلیون افغانیو اختلاس په تور نیولي خو لویې څارنوالۍ د همدې کال د چنګاښ په دویمه وویل چې حاجي رسا په ضمانت خوشي شوی دی.