ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني ښار کې نشه يي توکي په ازاد ډول پلورل کېږي

11 Dec 2019 - 14:42
11 Dec 2019 - 14:42

غزني ښار (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د غزني يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې نشه يي توکي په ازاد ډول پلورل کېږي خو امنيتي ځواکونه يې مخنيوي نه کوي.

بل لور ته د غزني چارواکي وايي، دوى کوښښ کوي چې د نشه يي توکو ټول کاروباريان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

په دې اړه د غزني ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غزني ښار کې په ازاده ‌ډول نشه يي توکي پلورل کېږي خو امنيتي ځواکونه يې مخنيوي کوي.

هغه وايي: ((له سبزۍ نه هم په اسانه ترلاسه کېږي، يو شمېر امنيتي نهادونه ورسره لاس لري او په دې سره يې خپل کاروبار روان کړى دى.))

د جامع د معلوماتو له مخې، په ازاده ډول د نشه يي توکو د پلورلو له امله هره ورځ پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي چې دا يو لوى خطر دى.

په ورته وخت کې د غزني ښار اوسېدونکي احسان الله هم پژواک ته وويل چې نه يواځې په ښار کې بلکې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په روغتون کې هم نشه يي توکي پيدا کېږي.

هغه وايي: ((څه موده وړاندې زموږ يو خپلوان په دغه روغتون کې بستر و، پوليسو او نورو کسانو به ورته روغتون کې نشه يي توکي راوړل.))

همدارنګه د غزني ښار بل اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې د غزني ښار په کلاى سبز، حيدر اباد، ده خدايداد، توحيد اباد او بزازۍ سيمو کې په ښکاره توګه چرس او پوډر پلورل کېږي.

ده زياته کړه: ((دغو ځايونو ته چې ورشې، خپله يې درته راوړي، که د چرس په کار وي او يا هم پوډر.))

په ورته وخت کې پر نشه يي توکو یوه روږدي شاه محمد پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې له پوډرو استفاده کوي.

هغه وايي: ((زه په ايران کې پوډرې شوم خو اوس دلته کور کلي ته راغلى يم، په اسانه مواد پيدا کوو، يو شمېر کسان دې موږ ته يې راوړي، ځيني وخت پوليس هم ورسره وي.))

دغه راز پر نشه يي توکو روږدې مېرمنې رحيمې پژواک ته وويل ((مېړه مې پرې اخته و، زه هم پرې اخته شوم، هغه به له بېرونه دغه مواد راوړل خو اوس زه خپله ورځم د پول لاندې مواد پيدا کېږي، له هغه ځايه يې اخلم.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد خان سيرت پژواک ته وويل چې پوليس د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس نه لري.

د نوموړي په وينا، پوليسو د روان کال له پيله ٨٠ کسان د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي او قانون ته يې سپارلي دي.

همدارنګه په دې اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې د نورو ولايتونو په څېر غزني کې هم نشه يي توکي پلورل کېږي.

هغه وايي: ((زه نه ردوم چې دلته نه خرڅېږي، خو زموږ امنيتي ځواکونه ورځ او شپه کوښښ کوي چې د نشه يي توکو کاروباريان ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.))

د والي د معلوماتو له مخې، امنيتي مسوولينو د روان کال په اوږدو کې د نشه يي توکو يو شمېر قاچاقبر او کاروباريان نيولي او د قانون منګلو ته يې سپارلي دي.

د يادونې ده، سږ کال د غزني په ډېرو ځمکو کې چرس کرل شوي وو خو امنيتي ځواکونو د شپنيو عملياتو په لړ کې له منځه وړي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version