کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، په افغانستان کې سوله يواځې له طالبانو سره د مذاکراتو په معنا نه ده؛ مذاکرات د سولې يوه له مهمو برنامو څخه ده خو د سولې د پایښت لپاره هم بايد فکر وشي.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې چې راغلي، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې نن د ايران په پلازمېنه تهران کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو دويمې ناستې ته په خپله وينا کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان، ايران، هند، چين، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسيې د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی دی.
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب يادې ناستې ته په خپله وينا کې ويلي، د انرژۍ د بېلابېلو سرچینو لرل، د نړۍ نورو برخو ته د برېښنا د لېږد کلیدي لارې، د کار ځواک، ځوان نفوس، د سوداګریزو توکو تولید هغه استثنايي فرصتونه دي چې زموږ او ستاسو سیمې ته ارزښت وربښي.
هغه زياته کړې، ترهګري، بنسټپال تاوتریخوالی، نشه يي توکي، له غیر دولتي لوبغاړو د یو شمېر دولتونو ملاتړ چې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېږي، هغه ګواښونه دي چې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
محب وايي، له بده مرغه، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د زیاتو پرمختګونو ترڅنګ يې له سیمه ییزو ګواښونو تر بل هر چا زیات زیان لیدلی دی.
د نوموړي په وينا، نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه یوازې په خپل هېواد کې د سولې او امنیت تامین لپاره مبارزه کوي، بلکې د سیمې د ثبات او امنیت تامین لپاره هم پر مبارزه بوخت دي.
د ملي امنيت سلاکار وايي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين يواځېنۍ لار ده چې دغه ثبات، د سیمې امنیت او ثبات هم دی، افغان ځواکونو وړتیاوې ورځ تر بلې لوړېږي چې د ترهګرو د ځپلو په لار کې زیاتې لاسته راوړنې لري.
هغه وايي، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د روان کال د نومبر میاشتې په جریان کې د سلګونه داعش وسله والو تسلیمېدل زموږ د پیاوړې ارادې او د امنیتي ځواکونو د لوړ ظرفیت ښکارندويي کوي.
د نوموړي په وينا، د داعش ډلې د دغو کسانو تسلیمېدل، مهمه امنیتي پېښه وه او د نړۍ په هېڅ څنډه کې داعش دغسې ماتې نه وه خوړلې.
محب زياته کړه: ((موږ له ولسي او نظامي ځواکونو څخه په یو ډول ګټه پورته کړه او په دې مهمه پېښه کې د ننګرهار خلکو اساسي ونډه درلوده.))
د هغه په وينا، په ننګرهار کې د داعش ماتې د کورونو او ښارونو په ړنګولو ترسره نه شوه، بلکې د افغانستان د حکومت او خلکو له لوري له مختلفو نظامي او غیر نظامي کړنلارو په استفادې دغه چاره ترسره کړه چې د دې موضوع درک له خورا اهمیت برخمن دی.
د داعش په ماتولو کې د خلکو ونډې وښوده چې داعش او نورې هېڅ ترهګریزې ډلې په افغانستان کې ځای نه لري.
ده زياته کړه: ((ما مخکې هم ويلي چې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ ماتول د طالبانو د ستونزې له حل پرته ډېر ستونزمن کار دی، طالبان د داعش او القاعده تروریستي شبکو ترڅنګ يوه له هغو ډلو ده چې نورو ترهګریزو ډلو ته يې د اورپکو ـ ترهګریزو عملیاتو فضا برابره کړې ده.))
د ملي امنيت سلاکار يادې ناستې ته ويلي، طالبان په محلي سیمو کې ښه بلد دي، پر ژبه او فرهنګ یې پوهېږي.
طالبانو سیمه ییزو ترهګرو ته چې په هغو کې د منځنۍ اسیا، د قفقاز سیمې، سوېلي اسیا، د عربي هېوادونو، چین، ایران او ان د لرو پرتو هېوادونو ترهګر شامل دي، د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
ده زياته کړې، پر دې اساس، د طالبانو ستونزې ته باید د يوې کلیدې مسئلې په توګه پاملرنه وشي، البته دا په دې معنا نه ده چې افغانستان دې له نورو ترهګریزو ډلو سره تر هغې مودې کار ونه لري ـ برعکس د طالبانو د ستونزې حل په جریان کې، له توپیر پرته پر ټولو ترهګریزو ډلو به تهاجمي بریدونه روان وي او راتلونکي کې به هم دوام ولري.
محب وايي: ((تاسو شاهدان یاست چې موږ یو ځل بیا په دې وروستیو کې د ختيځ ترکستان يا ETIM ډلې او داعش د افغانستان شمال ختیځ کې سخت بریدونه کړي او هغوی ته مو زیان اړولی؛ یو شمېر يې پاکستان ته وتښتېدل، ځیني یې ووژل شول او یو شمېر نور بیا د طالبانو لیکو ته ولاړل.))
هغه زياته کړې، د افغانستان دولت دننه په افغانستان کې یو سوله ييز حل ته د رسېدو لپاره د ګاونډیو هېوادونو، سیمې هېوادونو او نورو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو د مرستو هرکلی کوي.
په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني د سولې اووه ماده ییز پلان اعلان کړ چې په هغه کې د افغانستان او سیمې د سولې په اړه کرښې او اصول څرګند شوي دي.
دى وايي، په افغانستان کې سوله یواځې له طالبانو سره د مذاکراتو په معنا نه ده، مذاکرات د سولې یوه له مهمو برنامو څخه ده خو د سولې د پایښت لپاره هم باید فکر وشي.
محب زياتوي: ((د سولې د هوکړه لیک تطبیق لپاره موږ اړتیا لرو چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت بنسټونه پیاوړي کړو، له سولې وروسته د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغو فکټورونو د ريښو وچولو لپاره چې له جګړې سره مرسته کوي، اړتیا ده چې سیمه ییزې شخړې يې حل کړو.))