ژبه

​د بشري حقونو کمېسیون د عليپور د ظلمونو په اړه څېړنې پيل کړې دي

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د علي پور په اړه د ميدان وردګو ځينو خلکو شکايت کړى او دوى يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

د دغه کمېسيون کمېشنر او وياند ډاکتر شکرالله مشکور د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان وردګو ولايت ځيني مشران او د زیانمنو شوو کورنیو غړي  کمېسيون ته راغلي وو او دوى ته يې رسمي شکايت کړى دى.

هغه زياته کړه: ((د موضوع د څېړنې په موخه کار پيل شوی او تر يوه څه اندازې یې کمېسيون په اړه څېړنې پيل کړې دي، په دې اړه به کمېسيون چوپ نه پاتې کېږي.))

د مشکور په وينا، کله چې قضيه مستنده شي نو ټول معلومات به شريک کړي.

علي پور د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې مېشت د غير مسوولو وسله والو قوماندان دى چې ډېرى مهال یې د سيمې اوسېدونکي له ظلمونو شکايت کوي.

د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ د تنګي سيدانو ځيني اوسېدونکي وايي چې د علي پور وسله والو دوه مياشتې مخکې له باميانو د بېرته راتګ پر مهال د سيد فضل الربي په نوم يو کس وژلى دى.

د مقتول د کورنۍ غړی وايي، علي پور د سيد فضل لربي سترګې ايستلې او اندامونه يې ور ټوک ټوک کړي دي، دوى د بشري حقونو کمېسيون ته عارض شوي او د عدالت غوښتنه يې کړې ده.

پژواک د دوى له خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته د ورکړل شوې عريضې او شکايت يوه کاپي هم ترلاسه کړې چې شپـږو کسانو يې په اخره کې ګوتې لګولې دي.

دوى په دې عريضه کې د فضل الربي د وژلو ټوله کيسه ليکلې او په پاى کې يې له بشري حقونو څخه د عدالت غوښتنه کړې ده.

د دايميرداد ولسوالۍ د تنګي سيدان سيمې قومي مشرانو او سپين ږيرو تېره شپه د ولسوال فضل الرحمن رحيمي په ملتيا والي مظفرالدين يمين سره وليدل او د علي پور په اړه يې شکايت وکړ او ويې ويل چې علي پور هم پر خلکو ظلمونه کوي، خلک له موتړو ښکته کوي، ځوروي يې، لوټ کوي.

د ميدان وردګو والي مظفر الدين يمين راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې غږ، ستونزې او غوښتنې به يې يو ځل بيا په جدي ډول مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول تر ولسمشره پورې ورسوي.

والي له خلکو سره ژمنه کړې وه چې په خپل بشپړ توان سره له شته امکاناتو په استفادې او د مرکزي حکومت په همکارۍ به د علي پور د دې ډول کړنو مخنيوی کوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د قوماندان علي پور نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.

د يادونې ده، قوماندان علي پور تېر کال په کابل کې د ځانګړو ځواکونو له خوا ونيول شو خو د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په ضمانت بېرته خوشی شو.