ژبه

افغانستان او هند د امنيتي همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره په کتنه کې  دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او امنیتي همکاریو د پراختيا په اړه خبرې وشوې.

د ملي امنيت شورا لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغانستان او هند په مختلفو برخو کې له یو بل سره همکاري او ګډ کار کولای شي.

سرچينې زياته کړې، په ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه، د افغانستان پر سوله او سیمه ییزو همکاریو هم خبرې وشولې.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ويلي چې ترهګري د ټولو هیوادونو دښمنه پدیده ده او باید په ګډه یې پر وړاندې مبارزه وشي.

ده د سولې د ۷ ماده ییز پلان په اړه روښانه کړه، چې افغانستان په دې طرحې سره غواړي هم په کور دننه او هم د همکاره هیوادونو په کچه همغږي رامنځته او هیواد د یوې دایمي سولې او ثبات خاوند کړي.

د هند د ملي امنیت سلاکار ډيلي ته د محب هرکلی ووایه او ویې ویل، ړتیا ده د ستونزو د حل په موخه د سیمې هیوادونه لاس سره یو کړي.

د هغه په وينا، هند تیار دی په دې اړه له خپلې خوا همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ملي امنيت سلاکار د ايران په يوه امنيتي ناسته کې تر ګډون وروسته نېغ په نېغه هند ته ولاړ او له خپل هندي سيال سره يې وکتلو.