کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٨) : چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په خوست ولايت کې يو موټر بم له پنځو انسان تښتوونککو نيولى دى.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د ملي امنيت منسوبينو دځانګړو عملياتو پر ماهل يو موټر بم نيولى، خو سرچينې د پېښې کره ځاى نه دى ښودلى.
خو سرچينې زياتوي چې په دې سره يې د يوې لويې پېښې مخه هم ونيوله. سرچينه دغه راز د يو تن ماین خښونکي او د پنځو کسانو اختطاف کوونکو خبر هم ورکړی.