کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۸): دولت جوړوونکي ټيم د ټاکنو له پایلو هرکلی وکړ؛ درې نور ټيمونه دغه پایلې نه مني او یوشمېر ناظر بنسټونه دا پایلې د بدلون وړ ګڼلې دي او وایي چې تراوسه کمېسیون ځینو مهمو مسایلو ته ځواب نه دی ورکړی.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو د ستونزو له امله، لومړنۍ پایلې يې نن اعلان شوې.
د دغو پایلو له مخې، محمد اشرف غني (۵۰،۶۴ سلنه) ۹۲۳۸۶۸ رایې او عبدالله عبدالله (۳۹،۵۲ سلنه) ۷۲۰۹۹۰ رایې ترلاسه کړې دي او د پاتې ۱۲ نوماندانو رایې له سل زره څخه لږ دي.
ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۲، رحمت الله نبیل ۳۳۹۲۱، فرامرز تمنا ۱۸۰۶۶، سید نورالله جلیلي ۱۵۵۲۶، عبداللطیف پدارم ۱۲۶۰۸۰، عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۴، محمد حکیم تورسن ۶۵۰۴، احمد ولي مسعود ۳۹۴۲، محمد شهاب حکیمي ۳۳۴۲، غلام فاروق نجرابي ۱۶۰۶، محمد حنیف اتمر ۱۵۶۵ او نورحمان لېوال ۸۶۵ رایې ترلاسه کړې دي.
خو درې ټاکنیز ټيمونه وایي چې دا پایلې نه مني.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو ته په غبرګون کې د اعلاميې په خپرولو سره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مخکښ نوماند محمد اشرف غني په پلوۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې کمېسیون بې له دې چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي، لومړنۍ پایلې یې اعلان کړې دي.
همداراز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ثبات او همپالنې ټيم تمه لري څو کمېسیون شکایتونو ته د رسېدو په برخه کې، ثبت شوو شکایتونو ته په قانونی ډول رسېدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ له نوماندانو څخه هر ډول ملاتړ رد کړی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیرز ټيم مطبوعاتي مسوول احمدشاه للهي هم ټاکنو خپلواک کمېسیون له یوه مشخص ټيم څخه په ملاتړ تورن کړ او وویل چې د سولې او عدالت ټيم دا پایلې نه مني.
نوموړي زیاته کړه: «ټولو هېوادوالو ته معلومه ده چې د ټاکنو له پیل څخه مو د ټاکنو پر بهیر نیوکه درلوده او ویل مو چې کمېسیون د د تقلبي رایو مخه ونیسي، خو کمېسیون په دې اړه هېڅ اقدام ونه کړ او کمېشنران د یو خاص ټيم له خوا اخیستل شوي دي او د یوه ځانګړي ټېم په ګټه کار کوي.»
هغه د خاص ټيم نوم یاد نه کړ او زیاته یې کړه چې د سولې او اسلامي عدالت ټيم، د پاکو او ناپاکو رایو د دفاع لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.
همد راز د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټيم ویاند عارف کیاني هم ادعا کوي چې په دې ټاکنو کې درغلي شوې او کمېسیون په داسې حال کې پایلې اعلان کړې چې پاکې رایې یې له ناپاکو رایو نه دي جلا کړې.
login or register a new account.