کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): د ولسمشرۍ نوماند حکمتيار د دې ترڅنګ چې وايي، تقلبي پايلې نه مني، ټينګار يې وکړ چې سوله به راځي او په داسې حکومت به توافق کېږي چې ټولو لورو ته د منلو وي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر ډېر ځنډ وروسته پرون د دې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې ولسمشر محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى وګاڼه. دغه راز ډاکټر عبدالله ۳۹،۵۲ او حکمتيار ۳.۸۵ سلنه رايې ګټلې دي.
خو د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم مشر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې په خبری کنفرانس کې وویل، له کافي لانجو او مهندسي شوو درغليو او غیر قانونی ځنډ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې هیڅ له واقعیتونو خبر افغان ته د منلو نه دي.
ده زیاته کړه: «تقلب او درغلي دومره شرمناکه او حیرتناکه وې چې د یوه رایې یې لس برابره زیاتې کړي او د بل یې لس برابره کمې کړي، هغه هم د یوه صفر په زیاتولو او کمولو سره.»
حکمتیار وویل، د درغلیو ډکې اعلان شوې پایلې نه یواځې مشروع نه دي، بلکې د افغانانو هیڅ ډول ستونزه هم نه شي حل کولى.
د هغه په وينا، ډېر ژر او له لازمو مشورو وروسته به د ټاکنو د پايلو په اړه به خپل دریځ او تګلاره اعلان کړي چې په هر تصمیم کې به یې تر هر څه وړاندې د ولس او هېوادوالو مصالح او د ملت ژغورنه په پام کې نیسي.
حکمتیار د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، ټول صندوقونه دې بیا وشمېرل شي، نه یواځې هغه ۸۰۰۰ محلونه چې دوو "دولتي" ټیمونو یې بیا شمېرنه غوښتله او کمېسیون یې بیا شمېرنه پیل کړه.
ده زیاته کړه، کمېسیون دې همدارنګه په ټولو هغو ۲۴۳۲ محلونو کې چې د بایومټریک دستګاوې یې غلا شوې، بیا ټاکنې ترسره کړي.
هغه زياتوي: «که دا غوښتنې مو منل شوې واى، موږ د ټاکنو نتایج منل، د نه منلو په صورت کې نه تقلبي نتایج منو او نه د تقلب له لارې پر افغانانو تحمیل شوی ولسمشر، د پېښو مسوولیت به د متقلبینو او د هغوی د حامیانو پر غاړه وي.»
د ده په وینا، دا معلومه ده چې چا درغلي کړې او د سولې او عدالت ټاکنیز ټیم په غونډو کې تر یو نیم لک افغانانو برخه اخيستې وه، که هر یوه یې د خپلې کورنۍ له پنځو غړو استازیتوب کړى وي، نو د رايې ورکوونکو شمېر به یې لږ تر لږه ۷۵۰زره وي.
ده همدارنګه وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه یواځې له یوه ټیم پرته د نورو نوماندانو قانوني او معقولو غوښتنو او شکایتونو ته پام ونه کړ، بلکي د مدني ټولنو او د ټاکنو څارونکو جدي اعتراضاتو او نیوکو ته یې هم ارزښت ورنه کړ.
حکمتیار همدارنګه وویل، هغو کسانو چې د متقلبینو ملتیا یې په دې طمعه کوله چې د بریا په صورت کې به خپلو غرضي او مرضي موخو ته ورسیږي، اشتباه یې کړې ده.
login or register a new account.