کابل (پژواک،۳ مرغومی ۹۸): د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانۍ جوړولو په ګډون له یوه میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موارد منظور شوي دي.
له ارګ څخه پژواک خبری اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې غونډه کې د ۱۵ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې له یو میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موارد منظور شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په کابل کې د ښځو زندان د پخوانیو بلاکونو د ترمیم پروژې قرارداد او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانۍ جوړول؛ د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۸۰۸ زون اړتیا وړ وچې ډوډۍ د تهیې او تدارک قرارداد؛ د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست اړتیا وړ دوه ډوله تېلو او مبلایلو د تدارک پروژې دوه قراردادونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند ګلخانې ماڼۍ د فن کویل (ګرمولو او سړولو) سیستم تدارک پروژې قرارداد کمېسیون منظور کړ.
د سرچېنې په وینا، په دې غونډه کې همداراز د تدارکاتو عمومي پروسو کې داوطلبانو ته د سالمې سیالۍ زمینې په برابرولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې تدارکاتي بنسټونه مؤظف وبلل او ټولو تدارکاتي بنسټونو ته یې لارښوونه وکړه چې په خپلو منځو کې د همغږۍ زیاتولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د مشرانو جرګې استازو، د غوڅ ملاتړ سیستکا ادارې استازو او د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي څارونکي (سیګار) هم حضور درلود.
login or register a new account.