ژبه

ولسمشر په بدخشان کې يو ولايتي روغتون او د خرقې جومات پرانيستل

کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني په بدخشان کې ۷۶ بستریز ولایتي روغتون، د خرقې مبارکې جامع جومات او د فيض اباد- بهارک سرک پرانيستي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار ته د سفر پر مهال نن له غرمې وروسته د شهید استاد برهان الدین رباني ۷۶ بستریز ولایتي روغتون او د دغه روغتون شپېته بستریزه نسایي ولادي برخه پرانیسته.

سرچينه زياتوي، پردې ولایتي روغتون ۴ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی چې داخله، جراحي، کوچنیانو او د انتاني ناروغیو برخې په کې فعالیت لري. همداراز د نسایي ولادي پر ۶۰ بستریز ۷۸۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی او د دولت له بودجې جوړ شوی دی.

دغه راز ولسمشر غني په فیض اباد ښار کې د خرقې مبارکې جامع جومات هم پرانيستى دى.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د خرقې مبارکې جامع جومات د افغانستان دولت له بودجې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت په درې پوړونو کې په اساسي ډول جوړ شوی دی.

سرچينه دغه راز وايي، چې نوموړي دغه راز د فیض اباد- بهارک سړک هم پرانیست. د یادې پروژې اوږدوالی ۴۴ کیلومتره دی او تر څلور میلیون ډالرو زیات لګښت پرې راغلی دی.

له بلې خوا له ولسمشر غني د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې غون ولسمشر دې ته په اشارې چې نن افغان ښځې خپل استازیتوب کوي، وویل، د ویاړ ځای دی چې نن یوه ښځه د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي.

هغه زیاته کړه، د افغاني ټولني د درک لپاره واضح اړتیا ده او افغان مېرمنې به مخکې ځي.

ده وویل، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په هیڅ راز د منلو نه دی، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د عجز نښه ده او موږ د داسې دین پیرویان یو چې زموږ ستر پیغمبر (ص) هېڅکله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه دی کړی.

هغه زیاته کړه، ډېر ژر به د ښځو عالي شورا جوړه او په ښځو پورې اړوندو مسایلو کې به تصامیم ونیسي.

غني علم او فرهنګ ته د بدخشان د ښځو له ژمنې مننه وکړه او ويې ویل، حکومت د ولسوالیو په سطحه د ښځو د اقتصادي ژوند پر ښه والي تمرکز لري.

هغه زیاته کړه، د نړۍ په بازارونو کې د ښځو صنعتي محصولاتو ته بازارموندنه کېږي او د ښځو د صنعتي اتحادیو د جوړېدو په صورت کې به د حکومت په تدارکاتو کې د ښځو محصولاتو ته ۵ سلنه ترجیح په پام کې نیول کېږي.

ولسمشر د ښځو ښوونې او روزنې ته په اشارې وویل، د ښوونې او روزنې په برخه کې به د ډېرو تغییراتو شاهدان اوسو، په راتلونکو دوه کلونو کې شپږ زره ښوونځي جوړېږي او زموږ هڅه داده چې ښوونځي په ټکنالوژۍ مجهز کړو.

په غونډه کې اشرف غني د بدخشان والي ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام د مرستیالې د تعیین وړاندیز چې یواځې ښځو ته ځانګړی شوی، مرکز ته واستوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان د ښځو چارو رئیسې مېرمن الینا غیاثي او سناتورې ګلالۍ اکبري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د مخنیوي، د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیالې د ټاکلو، د ښځو چارو ریاست د تشکیل زیاتولو او درېیمي واحدونو د ایجاد، ښځو ته د روزنې او تحصیلي بورسیو د زمینې برابرولو، په بین المللي بازارونو کې د ښځو د محصولاتو د معرفي کولو او ښځو ته د روغتیایي خدمتونو د پاملرنې په برخه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د هیواد له جمهور رئیس سره شریک کړل.