کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨) : افغانستان او بريتانيا هيله څرګنده کړه چې په سيمه کې وروستي بدلونونه به د افغانستان د سولې پروسه زيانمنه نه کړي.
د ملي امنيت شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب نن په کابل کې د انګلستان له سفيرې اليسن بليک سره ولیدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره دوستانه اړيکو پر ښه والي او غښتلتیا بحث وشو.
د ملي امنیت سلاکار او د انګلیستان سفیرې په دې ناسته کې هيله څرګنده کړه، چې په سيمه کې وروستي بدلونونه به د افغانستان د سولې پروسه زيانمنه نه کړي.
د يادونې ده چې د ايران او امريکا وروستيو کړکېچونو له امله په سيمه کې حالات ترينګلي شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېره شپه په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال ادعا کړې وه، چې ايران د افغان سولې پروسې د زيانمنولو هلې ځلې کوي.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ادريس زمان د ګډو ګټو، ملګرو ملتونو او سوېلي اسیا په چارو کې د برېتانيا د بهرنیو چارو وزیر لارډ احمد سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
د ياد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواوو په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو د زیاتېدو په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ټینګار یې وکړ، څرنګه چې په سیمه کې حالات مخ په خرابېدو دي؛ نو هر ډول هڅې باید وشي، ترڅو نه يوازې فشارونه کم شي، بلکې پر افغانستان يې له احتمالي منفي اغېز څخه هم مخنیوی وشي.
login or register a new account.