کابل (پژواک، ۲۲ مرغومي ۹۸): ارګ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې "د تاوتریخوالي د کموالي" په اړه وایي چې د سولې خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت طرحه اوربند دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د تاوتریخوالي کمول دقیق نظامي، حقوقي او عملي اړخ نه لري.
هغه زیاته کړې: «له اور بند څخه زموږ موخه هغه اور بند دی چې دوه کاله وړاندې په هېواد کې د اختر په ورځو کې ټینګ شو او واضح تعریف یې درلود.»
د نوموړي په خبره، اور بند له نړیوالو تجربو برخمن دی. د افغانستان حکومت لپاره د سولې تامین د جنګ د پای په معنا دی.
هغه وایي، د تاوتریخوالي رامنځته کېدل په جنګ پورې تړلي، اړتیا ده څو وړاندې شوې طرحې وضاحت ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه راپورونه خپاره شول.
د دغو راپورونو له مخې، امریکا او طالبانو د سولې هوکړې لاسلیک لپاره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول هم یو اړخ په پام کې نيولی دى.
د سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې څو میاشتې کېږي چې له سره پيل شوې دي، خو په بګرام نظامي اډې له برید وروسته دغه خبرې بیا ودرېدې. خلیلزاد طالبانو ته ویلي وو چې له خپلو لوړ پوړو چارواکو سره د اوربند او تاوتریخوالي کمېدو په اړه خبرې وکړي.
login or register a new account.