کابل (پژواک، ۲۲ مرغومى ۹۸): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په نهو ولايتونو کې د ۳۸۱ استينافي اعتراضي شکايتونو د ثبت خبر ورکړی او وایي چې د نږدې درې زره محلونو رایو د بیا شمېرنې طرح په دوو ورځو کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شريکه شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کېسیون منشي او وياند محمد قاسم الياسی د مرغومي په ٢٢مه په يوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې په ۲۵ ولایتونو کې به ۲۹۲۸ محلونه وشمېرل شي.
د ده په وینا، هغه ټاکنیز محلونه چې تفتیش او بیا شمېل کېږي، ډېری محلونه يې د ننګرهار، کونړ، نيمروز، پکتیا او هلمند ولایتونو اړوند دي.
هغه زیاته کړه: «له ياد شمېر څخه ۱۵۸۰ محلونه يې په ننګرهار، ۱۸۶ محلونه په پکتیا، ۱۷۷ محلونه په نیمروز، ۲۴۳ په کونړ او له ۱۵۰ څخه زیات په هلمند ولایتونو کې شمېرل کېږي.»
الیاسي وویل چې تر دوو ورځو به د دغو محلونو د بیاشمېرنې طرحې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکې شي او وروسته له هغه به یې د بیاشمېرنې په اړه پرېکړه وشي.
د شکایتونو کمېسیون د معلومات له مخې، په ټوله کې د ټاکنیزو قضیو په اړه د ۲۷ تر ۲۸ ولایتونو په اړه پرېکړه شوې چې له ټولو ثبت شوو شکایتونو څخه د ۶۸۷۱ شکایتونو په اړه پرېکړه شوې او ابلاغ ته تیاره ده او ۷۶۹۸ نور شکایتونه د پرېکړې په حال کې دي.
ده وویل چې تر دوو ورځو په دې اړه پرېکړه وکړي.
د هغه په وينا، تر اوسه په نهو ولایتو کې ۳۸۱ اعتراضي شکایتونو ثبت شوي چې له یاد شمېر څخه ۱۷۷ په لغمان، ۳ پنجشېر، ۳ سرپل، ۳ بدخشان، ۱۴۱ په غور، ۲۰ دایکنډي، ۳ په اروزګان، ۲۷ په زابل او ۴ په فاریاب ولایتونو کې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې په هېواد کې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې د مرغومي په لومړۍ نېټه اعلان شوې.
login or register a new account.