ژبه

“د هېواد په شمال ختیځ زون کې د طالبانو مالي مسوول ووژل شو”

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومى ۹۸): ملي دفاع وزارت وایي چې د هېواد د شمال ختیځ زون لپاره د طالبانو مالي مسوول د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت له خوا خپره شوې راغلي، د پاکستان اوسېدونکی"محب الله"  چې په کرولا موټر کې سپور و، تر هوایي برید لاندې راغی او ووژل شو.

سرچینې زیاته کړې چې پر طالبانو د امنیتي ځواکونو عملیات ډېر شوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.