ژبه

حامد کرزی: د ایران او امریکا ترمنځ لانجه دې د خبرو له لارې هواره شي

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۸): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هند کې یوه کنفرانس ته د خبرو پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ پر رامنځته شوي کړکېچ اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، د خبرو له لارې د دغه کړکېچ د حل او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتنه کوي.

حامد کرزی د (Raisina Dialogue) په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره هند ته تللی ده.

د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کرزی تېر ماښام د یاد کنفرانس په پرانیسته کې چې د هند لومړي وزیر نريندرا مودي هم په کې ګډون درلود، خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي، حامد کرزي د افغان سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې او هیله مندي یې څرګنده کړه چې د افغانستان خلک به ډېر ژر په هېواد کې د سراسري سولې او دایمي امنیت د ټينګښت شاهدان وي.

حامد کرزي دغه راز هندوستان د افغانستان تاریخي دوست وباله او له نريندرا مودي او د هندوستان له خلکو یې له افغانانو سره د مرستو له امله مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((کرزي د امریکا او ایران ترمنځ پر رامنځته شوي کړکېچ اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې یاده ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي او په سیمه کې یې د سولې او ثبات پر ټينګښټ چې د مهاتما ګاندي یوه هیله وه ټینګار وکړ.))

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې ډېر شو چې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سملیاني له پنځو نورو کسانو سره یو ځای د مرغومي په ۱۳ مه د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په برید کې ووژل شو او وروسته ایران په عراق کې د امریکا پر نظامي مرکزونو راکټي بریدونه وکړل.

login or register a new account.