ژبه

د ايران سفير: د افغانستان ملي حاکميت ته درناوى لرو

کابل (پژواک،٢٥ مرغومى٩٨): د ايران د پوځ د مشر او ځينو نورو چارواکو د ناسمو څرګندونو په تړاو په کابل کې د ايران سفير د بهرنيو چارو وزارت ته احضار شوى و.

د ايران او امريکا ترمنځ له رامنځته شوې شخړې وروسته د ايران د پوځ مشر ويلي و چې د افغانستان په خاوره کې به د امريکا پر مرکزونو بريدونه کوي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٢٥مه، پژوک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ايران سفير نن د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير ادريس زمان سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې ادريس زمان د ايران له سفير څخه ددغه هېواد د ځينو چارواکو او د پوځ د مشر د څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت.

په خبرپانه کې راغلي، د ايران سفير ددواړو هېوادونو ترمنځ  د نېکو اړيکو د يادونې پر مهال په ډاګه کړه چې ددغه هېواد رسمي او تلپاتې دريځ دا دى چې د افغانستان ځمکني بشپړتيا او ملي حاکميت ته درناوى کوي.

هغه زياته کړې، په دې اړه هر ډول څرګندونې د افغانستان په اړه دايران د تګلارې استازيتوب نه شي کولى .

امينيان دغه راز ويلي چې ځينو رسنيو د ايراني چارواکو څرګندونې هغه ډول نه دي خپرې کړي چې هغوى ويلي و.

login or register a new account.