ژبه

مُحب: افغانان د سولې لپاره خطرونو ته غاړه ږدي

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله مُحب وايي، افغانان د سولې لپاره خطرونو ته غاړه ږدي، څو ډيموکراسي پياوړې او پرمختګ ته لاره هواره شي.

نوموړي دغه څرګندونې د مرغومي په ٢٥مه د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې په رایزینا کنفرانس کي د وينا پر مهال وکړې.

په دغه درې ورځني کنفرانس کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي، پخواني ولسمشر حامد کرزى او د يو شمېر نورو هېوادونو پخوانيو او اوسنيو چارواکو ګډون کړى دى.

هغه د خپلې وينا پيل په ايران کې د ويشتل شوې اوکراينۍ الوتکې د قربانيانو له ياده وکړ او پر يادې پېښې يې خواشيني څرګنده کړه.

محب وويل، د افغان قربانیانو په منځ‌ کي یوه داسي تازه واده شوې جوړه هم وه‌ چي د میني او خوښۍ ډک ژوند ته یې اماده ګي نیوه، هغه ژوند چې دوی هیڅکله ترلاسه نه کړ.

ده زياته کړه: "زه پر دې باور یم‌ چي د تېرو څو اوونیو پېښي نړۍ ته دا پیغام ورکوي چي باید د مسوولې دولت مدارۍ، ګاونډیتوب، د اختلافاتو د حل سوله ییزو لارو او د اختلافاتو د ختم اساسي اصولو او خطوطو ته احترام او بیا مراجعه وشي. "

هغه وویل، د افغانستان ولسمشر، اشرف غني پر خپلو ګاونډیانو او شریکانو ټينګار کړی‌ چې بې ثباته شرایطو ته سوله ییزې حل لارې پیدا کړي، ‌دغه ټینګار یوازې د افغانستان د ملي ګټو لپاره نه دی، بلکې په دې خاطر هم دی چي دغه اصول د ملګرو ملتونو په منشور کې ذکر شوي او له نسلونو راهیسې د نړیوالو معادلاتو اساسات دي.

د ملي امنيت سلاکار د سولې په اړه وويل : "موږ په افغانستان کې د سولې د امکاناتو په اړه  بد بین نه یو، موږ د افغانستان د اقتصادي ظرفیت او مخته وړاندي تګ په اړه له هڅو ستړي نه یو او موږ د خپلو سیاسي جوړښتونو د بقا په اړه شک نه لرو.؟

نوموړى وايي، تر ټولو وړاندې او مهم کار په هېواد کې د سولې راتګ دی، خلک تر اوسه هم د هغې ورځې په تمه دي، کله چې دوی وکولای شي خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي او د ترهګرۍ له وېرې پرته د خپلو خپلوانو لیدلو ته ولاړ شي.

ده زياته کړه: "سوله به زموږ خلکو ته د جنګ او تاوتریخوالي د ختم په معنا وي؛ ځکه نو موږ په ټینګار سره وایو‌ چي اوربند د سولې خبرو ته د لازمو شرایطو د اماده کولو په خاطر مهم دی.

هغه وايي، تاوتریخوالی او ترهګري د افغانانو په ټولنه کي پلویان نه لري،‌ سوله او ابادي یې لري، اوربند د پایدارې سولې مهم عنصر دی؛ ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده او ترڅنګ یې خلک او حکومت ډاډمنوي ‌چې دښمنان هم نه یوازې دا چې د سولې د راتګ په اړه رښتیني ‌دي، بلکې د دې وړتیا هم لري چې د سولې په ممکنه تړون کې خپل مسووليتونه سر ته ورسولای شي.

محب وايي: "په داسې حال کي چې سولې ته زموږ هڅې د قوي کېدو په حال کي دي، موږ هیله لرو چي له خپلو ګاونډيانو او شریکانو څخه هم همکاري ترلاسه کړو څو پایداره سوله ولرو، د نړیوالې ټولنې لپاره د هڅو په اوسني دور کې افغانستان د ګډ عمل خورا نادر فرصت اماده کوي؛ ځکه د سولې لپاره زموږ ملي هڅه د سیمې او نړۍ لپاره هم ګټې لري. "

login or register a new account.