ژبه

غني او ټرمپ د افغانستان د سولې او امنيت  په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨) : ولسمشر اشرف غني او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د سولې او امنيت په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د سلواغې په ٢مه، په ټويتر کې ليکلي چې دغه ليدنه نن د سويس په ډاووس ښار کې د نړيوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې شوې ده.

هغه زياته کړې، په دې ليدنه کې دواړو مشرانو د افغانستان پر وروستيو حالاتو، سولې پروسې او امنيت په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه دواړو لوریو په بګرام کې د خپلې وروستۍ کتنې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په یاده کتنه کې بحث شوي موضوعات به افغان حکومت او د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار تعقیب کړي.

ولسمشر ټرامپ له تروریزم په ځانګړي ډول داعش سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو قدرداني وکړه

login or register a new account.