ژبه

تازه خبرونه
غور کې اعتراض کوونکو د دولتي ادارو دروازې تړلې دي

 

فېروزکوه (پژواک، ۲ سلواغه ۹۸): د غور سلګونه او سېدونکو د ۱۳۹۹ مالي کال بودجې د نا برابرۍ په اعتراض راپورته شوي او د غور ولایت مقام په ګډون یې د ټولو دولتي ادارو دروازې تړلې دي.

دغو اعترض کوونکو چې شمېر یې ۱۰۰۰ کسانو ته رسېده، نن سهار شاوخوا ۷ بجې یې لاریون پیل کړی او په نوبت سره یې د دغه ولایت ټولې دولتي دروازې وتړلې.

اعتراض کوونکي وایي چې اوس مهال د یاد ولایت ډېری سړکونه خراب دي او خلک یې برېښنا اړتیا لري.

لکه دا جملې: «نه زورواکي لرو، نه وزیر لرو، نه معین لرو او نه په رهبرۍ کې تصمیم نیوونکي لرو، په ۱۸ کلونو کې یوازې همدغه ټاکنې وې چې د غور له خلکو یې خپلواک، زړور، د ډيموکراسۍ  ممثلین او ډېر نور لقبونه، لکه خوله ورډکه کړه، د بیارغونې اضافي ژمنې او پراختیا او پرمختګ ورکړي دي، خو په  اتلسو کلونو کې د پام وړ رایو له اخیستو وروسته یاده یوه ژمنه هم عملي نه شوه، د دغو اعتراض کوونکو شعارونه دي.    

دا مهال چې ۱۱:۳۰ دقیقې دي، دغه اعتراض کوونکو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی او د غیر حکومتي موسسو د دروازو تړل یې پیل کړي.

login or register a new account.