ژبه

ټرمپ: طالبان بايد د تاوتريخوالي فعاليتونه بند کړي

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٨) : دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي،افغان سولې د ګټورو مذاکراتو لپاره طالبان بايد د تاوتريخوالي فعاليتونه بند کړي.

له سپينې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټرمپ دغه څرګندونې د سويس په ډاووس ښار کې د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

ټرمپ زياته کړې، تر هغه پورې رغنده مذاکرات او ګټور مذاکرات نه کېږي، څو پورې چې طالبان په تاوتريخوالي کې د پام وړ کموالى را نه ولي.

د هغه په وينا،د تاوتريخوالي کمول د سولې خبرو اترو برياليتوب سره ډېره مرسته کوي.

د امريکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په قطر کې له تېر يوه کال راهيسې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

خو په دې وروستيو کې دا خبرې له بن بست سره مخامخ شوې، ځکه چې امريکا د تاوتريخوالي او اوربند غوښتنه کوي، خو طالبانو لا سم ځواب نه دى ورکړى.

افغان حکومت هم پر اوربند ټينګار کوي او زياتوي چې د تاوتريخوالي کمول عملي بڼه نه لري.

login or register a new account.